هند كښې د فالس فليګ زوړ چال، د سفاك مودي سرکار نوې ډرامه بيا ناكامه شوه

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) هند كښې د فالس فليګ زوړ چال، د سفاك مودي سرکار نوې ډرامه بيا ناكامه شوې ده ٬ په نوې ډيلي كښې لال قلعه سره نزدې په مېټرو سټېشن د چاٶدنې نه وروستو د هند ميډيا سنجيده سوالونه پورته كړل٬ د هندي مجلې "دي ټريبيون انډيا" له مخې د هند تاريخي لال قلعه سره نزدې د چاٶدنې تفتيشي ادارې په سخت پيچلي صورتحال …

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) هند كښې د فالس فليګ زوړ چال، د سفاك مودي سرکار نوې ډرامه بيا ناكامه شوې ده ٬ په نوې ډيلي كښې لال قلعه سره نزدې په مېټرو سټېشن د چاٶدنې نه وروستو د هند ميډيا سنجيده سوالونه پورته كړل٬ د هندي مجلې “دي ټريبيون انډيا” له مخې د هند تاريخي لال قلعه سره نزدې د چاٶدنې تفتيشي ادارې په سخت پيچلي صورتحال كښې اچولي٬ د پېښې ځاے څخه نه څه اسپلنټر ترلاسه شوي، نه زمكه چاٶدې او نه د چاٶدېدونكو توكو ټكړې٬ د بارودو د بوي او د لوګي اثار نه دي ترلاسه شوي۔ د “دي ټريبيون انډيا” له مخې د هند پوليس ځانمرګي امكانات مسترد كړي٬ د پوليس يو چارواكي له مخئ ابتدائي شواهد د دې مفروضې ترديد كوي چې دا يو ځانمرګے بريد ٶ، د ډيلي پوليس دا پېښه مقبوضه کشمير او په فريد آباد كښې ترلاسه وسلې سره د تړولو نه ډډه كړې ده٬ د سفاك مودي فالس فليګ او د پاکستان مخالف پروپيګنډه كمپائن په بشپړه توګه ناكامه شوے دے۔

مزید خبریں