اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد کچهري نه بهر د چاٶدنې د ځاے دوره كړې او وئيلي ئې دي د پېښې دې جامع تحقيقات كولو سره رپورټ وړاندې كړې شي او د ذمه وارو زر تر زره ګرفتاري دې باوري كړې شي۔ د نهې په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې محسن نقوي د چاٶدنې …
وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد کچهري نه بهر د چاٶدنې د ځاے دوره وكړه٬ د پېښې دې جامع تحقيقاتي رپورټ وړاندې كړے شي۔ محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد کچهري نه بهر د چاٶدنې د ځاے دوره كړې او وئيلي ئې دي د پېښې دې جامع تحقيقات كولو سره رپورټ وړاندې كړې شي او د ذمه وارو زر تر زره ګرفتاري دې باوري كړې شي۔ د نهې په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې محسن نقوي د چاٶدنې د ځاے معائنه وكړه او د سرچ آپريشن زر تر زره د بشپړولو يې امر وكړو۔ په دې موقع آئي جي اسلام آباد علي ناصر رضوي داخله وزير محسن نقوي ته د چاٶدنې په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د اسلام آباد چيف کمشنر محمد علي رندھاوا او پوليس چارواكي هم دوي سره وو۔ وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد جي اليون کچهري نه بهر د هند سپانسرډ او افغان طالبان پراکسي فتنه الخوارج ځانمرګي بريد غندنه وكړه٬ محسن نقوي په چاٶدنه كښې په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه ۔ ده د حق رسېدليو كورنيو سره د همدردۍ څرګندونې سره د پېښې جامع رپورټس وړآندې كولو امر وكړو۔











