پنډۍ۔11نومبر (اے پي پي) کیډټ کالج وانا سوئېلې وزیرستان نه امنيتي ځواكونو تر اوسه 115 كسان په حفاظت سره ریسکیو کړې دي ، کالج كښې موجود 3 افغان خوارجین د کالج يوې مخصوص وادنې پورې محدود کړے شوي ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه په کیډټ کالج د بريد په وخت نزدې د 525 کیډټس بشمول 650 كسان موجود وو ، سکیورټي فورسز تر اوسه 115 كسان په حفاظت سره …
د کیډټ کالج وانا نه ځواكونو تر اوسه 115 كسان په حفاظت سره ریسکیو کړي ،سکیورټي ذرائع

مزید خبریں
پنډۍ۔11نومبر (اے پي پي) کیډټ کالج وانا سوئېلې وزیرستان نه امنيتي ځواكونو تر اوسه 115 كسان په حفاظت سره ریسکیو کړې دي ، کالج كښې موجود 3 افغان خوارجین د کالج يوې مخصوص وادنې پورې محدود کړے شوي ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه په کیډټ کالج د بريد په وخت نزدې د 525 کیډټس بشمول 650 كسان موجود وو ، سکیورټي فورسز تر اوسه 115 كسان په حفاظت سره ریسکیو کړي دي ۔کیډټ کالج كښې موجود 3 افغان خوارجین د کالج يو مخصوص عمارت ته محدود کرے شوي دي، سکیورټي فورسز سيمه ولقه كښې اغستې ده په كوم عمارت كښې چې افغان خوارج موجود دي هغه د کیډټس د استوګنې ودانيو نه په ډېره فاصله دي، تر اوسه ټول کیډټ محفوظ دي ۔سکیورټي ذرائعو تر مخه د افغان خوارجیو کالج كښې د شتون په سبب د کیډټس د ځانونو تحفظ تر مخه آپریشن په ډېر احتیاط روان دے ۔ د کالج حدود نه د کیډټس ويستلو عمل پرله پسې روان دے، دا وخت د کالج دننه نزدې 535 كسان موجود دي ۔ وانا کیډټ کالج كښې د شته 3 افغان خوارجو خلاف آپریشن په بشپړ شدت سره روان دے ۔ واضحه دې وي په 10 نومبر د افغان خوارجو د کالج مرکزي دروازې سره د بارود نه ډك ګاډی ټكر كړے ؤ ۔ د چاودنې څخه د کالج مرکزي دروازہ په مکمل توګه كېناستله او نزدې ودانيو ته زيان ورسېد ۔ د پاک پوځ ځوانانو په سمدستي او مړانه کارروائۍ كښې دوه خوارج په موقع وژلي وو ۔ په بې ګناه قبائلي ماشومانو بريد کوونكو ترهه ګرو د اسلام سره هيڅ تعلق شته نه د پاکستان خوشحالۍ سره ۔ د سکیورټي ذرائع وئېلي دي د ترهه ګرو تر مکمل خاتمې به د امنيتي ځواكونو آپریشن روان وي ۔











