د جي الیون کچهرۍ نه بهر د فتنه الخوارج ځان مرګې چاودنه٬ 12 شهيدان او 20 ژوبل شوي پمز هسپتال ته منتقل كړے شول

اسلام آباد۔11نومبر (اے پي پي ) د اسلام آباد جي الیون کچهرۍ نه بهر د هند ملاتړ لرونكو سپانسرډ او افغان طالبان پراکسي فتنہ الخوارج په ځان مرګې چادونه كښې د شهيدو شوو 12 كسانو جسدونه او 20 ژوبل شوي كسان پمز هسپتال ته منتقل کړے شول ۔ د ابتدائي راپور تر مخه د نهې په ورځ چاودنه جي الیون کچهرۍ نه بهر وشوه چې پكښې نزدې خلق متاثره شول۔ …

اسلام آباد۔11نومبر (اے پي پي ) د اسلام آباد جي الیون کچهرۍ نه بهر د هند ملاتړ لرونكو سپانسرډ او افغان طالبان پراکسي فتنہ الخوارج په ځان مرګې چادونه كښې د شهيدو شوو 12 كسانو جسدونه او 20 ژوبل شوي كسان پمز هسپتال ته منتقل کړے شول ۔ د ابتدائي راپور تر مخه د نهې په ورځ چاودنه جي الیون کچهرۍ نه بهر وشوه چې پكښې نزدې خلق متاثره شول۔ د مبینه ځان مرګي بمبار سر په سړک پروت تر لاسه شو ۔ د پمز هسپتال زرائعو تر مخه چاودنه كښې د 12 شهيدانو شوو جسدونه پمز هسپتال ته منتقل کړے شوي ،پمز هسپتال كښې 20 ژوبل شوي هم ایمرجنسي ته منتقل کړے شوي ، دغسې نور ژوبل شوي هم هسپتال ته راوړلے شي۔ بلخوا مودي په ډيلي كښې د فالس فلیګ کولو ژړا كوي او دلته د خپل پراکسیز افغان طالبانو او د فتنه الخوارج د لارې اول په وانا کیډټ کالج او نن په اسلام آباد د ترهه ګرۍ بريد وكړے شو ۔ ګودي میډیا دا وي چې سمدستي تحقیق كوي ، ستاسو غوندې نه يوو چې سبب بدلوو ۔

مزید خبریں