اسلام آباد۔11نومبر (اے پي پي) وفاقی وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) د خیبرپښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام سینیټ كښې د پاکستان مسلم لیګ ( ن) د پارلیماني لارښود او نامتو دانشور سینیټر عرفان صدیقي په مړينه د زره نه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ خپل د غمرازۍ بيان كښې وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام ووئېل عرفان صدیقي يو اعلیٰ تعلیم لرونكے، بردبار او وقار لرونكے شخصیت …
وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام د سینیټر عرفان صدیقي په مړينه غمرازي ښكاره كړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔11نومبر (اے پي پي) وفاقی وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) د خیبرپښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام سینیټ كښې د پاکستان مسلم لیګ ( ن) د پارلیماني لارښود او نامتو دانشور سینیټر عرفان صدیقي په مړينه د زره نه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ خپل د غمرازۍ بيان كښې وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام ووئېل عرفان صدیقي يو اعلیٰ تعلیم لرونكے، بردبار او وقار لرونكے شخصیت ؤ چا چې سیاست، تعلیم او د صحافت په میدانونو كښې د قدر وړ خدمات تر سره كړل ۔انجینئر امیر مقام ووئېل د حق رسېدلي قامي خدمات به عمر له یاد ساتلې شي ۔ هغه يو ریښتونے په وطن مئين ، اصول لرونكے سیاستوال او د علم و قلم امین ؤ چا چې د خپلو ليكونو او کردار څخه ټولنه كښې رغندنه سوچ ته وده وركړه ۔وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام د حق رسېدلي كورنۍ سره خواخوږي او د غمرازۍ څرګندونې سره ووئېل لويې څښتن دې حق رسېدلي له جنت الفردوس كښې اعلیٰ مقام وركړي او كورنۍ ته دې صبرِ ۔











