ګرده نړۍ كښې روانو شخړو د امن اهميت لا زيات كړے٬ پاكستان ثابت كړې چې ھغه د خپلواكۍ او د سيمه ايزې سلامتيا تحفظ لپاره په هر ډول چمتو دے ۔ د وزيراعظم شهباز شريف بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف امن او استحکام د تل پاتې ترقۍ بنياد ګرځولو سره وئيلي دي ګرده نړۍ كښې روانو شخړو د امن اهميت لا زيات كړے دے ٬ پاكستان ثابت كړې ده چې ھغه د خپلواكۍ او د سيمه ايزې سلامتيا تحفظ لپاره په هر ډول او په هر څنګه چمتو دے، سوله ايز او مستحکم افغانستان د سيمه ايزو روابطو٬ پرمختګ او …

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف امن او استحکام د تل پاتې ترقۍ بنياد ګرځولو سره وئيلي دي ګرده نړۍ كښې روانو شخړو د امن اهميت لا زيات كړے دے ٬ پاكستان ثابت كړې ده چې ھغه د خپلواكۍ او د سيمه ايزې سلامتيا تحفظ لپاره په هر ډول او په هر څنګه چمتو دے، سوله ايز او مستحکم افغانستان د سيمه ايزو روابطو٬ پرمختګ او د خوشحالۍ كنجي ده، افغان عبوري حكومت دې د ټي ټي پي او نورو ډلو په ضد موثره كاروائي وكړي، يو هېواد هم تنها پرمختګ نشي كولې٬ پاكستان جامع معاشي اصلاحات كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ، د آئي اېس سي سيکرټري جنرل اکناتھ دھکل هم موجود ٶ٬ په کنفرنس كښې د ګردې نړۍ استازي او پارلماني پلاوي ګډون كوي٬ وزيراعظم ووئيل زه ګردې نړۍ څخه په كنفرنس كښې ګډون لپاره د راغليو سپيکرز، پارليمنټيرينز او استازو هركلے كوم٬ ده ووئيل پاکستان لپاره د دې مهم كنفرنس تابيا د اعزاز وړ ده چې په سبب يې پارلماني مشران د امن، سلامتيا او پرمختګ په مشتركه وژن د خيالاتو څرګندونې له راغونډ شوي دي ۔ ده د سېنېټ چيئرمېن او د آئي اېس سي د باني چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني په خاص توګه ستائنه وكړه د چا عزم او هلو ځلو چې دا فورم په حقيقت بدل كړے دے۔ وزيراعظم ووئيل د دې کنفرنس موضوع “امن، سلامتيا او پرمختګ” ډېر په وخت او مهم سر خط دے٬ اګرچه دا موضوع دلته موجود ټولو هېوادونو له اهميت لري خو پاكستان لپاره دا خاص اهميت لري۔ ده ووئيل په كال 1947 كښې د آزادۍ نه وروستو پاكستان تل د خبرو او د سفارتكارۍ د لارې د امن پلوي پاتې شوے ٬ مونږ پوخ باور لرو چې امن او سلامتيا د قامي او سيمه ايز پرمختګ بنياد دے٬ د امن حقيقي قدر ھغه وخت زيات محسوسېږي كله چې مونږ ھغه شخړو سره مخ يو چې په سبب يې نن هم نړۍ سوځي۔ وزيراعظم يادګېرنه وكړه چې پاکستان هم دې بحراني کيفيت څخه نيغ په نيغه او بلواسطه په ډواړه توګه مخ پاتې شوے خو مونږ تل امن او د استحكام ترلاسه كولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي۔ ده ګډون كوٶنكي خبر كړل چې سږ كال په مئي كښې د پاکستان په ختيزه پوله بې دليله جارحيت سره مخ شوو چې پكښې زمونږ پېشه وره او مېړنو وسله والو ځواكونو د زړه پورې تيارۍ او غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړه او زمونږ زمكيزې او هوائي دفاع لپاره په وخت او پرېكنده كاروائۍ نه يوازې د دښمن عزائم ناكامه كړل بلكې په ګرده نړۍ كښې ئې دا حقيقت څړګند كړو چې پاكستان د خپلې دفاع، خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع لپاره په هر قېمت چمتو دے۔ وزيراعظم ووئيل سوله ايز افغانستان د سيمه ايزو روابطو ٬ پرمختګ او خوشحالۍ كنجي ده٬ د بده مرغه هلته امن د څو لسيزو راهسې ناكامۍ سره مخ دے خو پاکستان كله اميد نه دې پریښودے ٬ مونږ په سوله ايز ګاٶنډيتوب باور لرو او دې مقصد لپاره پرله پسې هڅې كوٶ۔ ده ووئيل دا ډېره بدمرغي ده چې عسکريت پسند ډلې نه يوازې په افغانستان كښې بلكې د پولې دې اړخ ته هم امن خطر سره مخ كوي٬ تېره مياشت چې كله زمونږ په پوله ايزو پوستو د افغانستان لخوا بريد وشو نو زمونږ ځواب په سپينو ټكو او پرېكنده ؤ ٬ مونږ دغه عناصرو ته ښه او نه هېرونكے ځواب وركړو چا چې په پاكستان د بريد هڅه كړې وه ۔ وزيراعظم په دې لړ كښې د ترکيه او قطر د هلو ځلو ستائنه وكړه چا چې د پاكستان او افغان طالبانو ترمېنځه په خبرو اترو كښې سهولت كاري كړې۔ ده ووئيل افغانستان له به ځان پوهه كول وي چې د تل پاتي امن په دې ممكن دے چې كله ټي ټي پي او د نورو ډلو مخه ونيولې شي كومې چې افغان خاورې څخه كاروائۍ كوي۔ ده ووئيل پاكستان په دې لړ كښې عملي اقدامات له چمتو دے خو په دې شرط چې افغان عبوري حكومت هم زمونږ جائز تحفظ لپاره كوټلې او بامعني اقدامات وكړي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان تل د مظلومو حق له غږ پورته كړے٬ ھغه كه د غزه معامله وي يا د هند غېر قانوني تسلط ښكار د كشمير مظلموم اولس يا ھغه قامونه كوم چې نن هم بنيادي حقونو او د آزادۍ څخه محروم ساتلې شوې دي۔ ده ووئيل زمونږ مستقل تړون امن او د سلامتيا ودې سره دے ٬ ھغه كه ملګري ملتونه وي٬ او آئي سي ٬ اي سي او٬ اېس سي او يا نور مهم نړيوال پلېټ فارمز ۔ ده ووئيل په نړۍ كښې شخړې غربت٬ عدم مساوات او ناانصافۍ ، محرومۍ او عدم استحکام ته وده وركوي۔ ده عدم استحکام او د شخړو لاره نيولو لپاره د اقدامات په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل پاکستان كښې زمونږ حكومت جامع اصلاحات پېل كړي چې مقصد ېې د ټولو ګډون سره د ترقۍ په لاره روانېدل ٬ اداره جارتي مضبوطيا او ځوانان او مېرمنې اختيارمندې جوړول دي۔ وزيراعظم ووئيل په نړيوال ډګر پاکستان نړيوالو مالياتي ادارو او پرمختيائي شراكتدارو سره په ګډه مالياتي اصلاحات، کلائميټ ريزيلئنس او د سرمايه کاري ودې لپاره هڅې كوي كومې چې يو قوي او خوشحال سباون لپاره ضروري دي٬ زمونږ دا ايمان دے چې يو قام تنها پرمختګ نشي كولې٬ زمونږ تقديرونه يو بل سره تړلي دي۔ وزيراعظم پارلمان د اولس د هيلو امين ګرځولو سره ووئيل د اولس ټاكلي نمائندګان دې قامي او نړيوال سفر كښې د اهميت وړ كردار لري٬ مونږ د خپل اولس د مقدس امانت ساتندويه يو او مونږ له د دوي د اميدونو له مخې كار كول دي٬ د خپل بشپړ اهليت او نېك نيتۍ سره به د خپل قام اجتماعي بهترۍ لپاره كار كول وي۔ ده توقع ولرله چې د کنفرنس په مهال د مقصد وړ خبرو سره به نوې لارې رامخې ته شي او مشتركه هلې ځلې مخ په وړاندې بوتللو له مرسته تر لاسه شي۔ ده په دې خبره زور راورړو چې د ټولو قامونو اولس له به د امن ودې٬ تل پاتي پرمختګ او اجتماعي سلامتيا و استحکام لپاره يو كېدل دي دغسې چې مونږ دائمي امن او د مشترکه خوشحالۍ سباٶن باوري كړو۔

مزید خبریں