اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارر د مسلم ليګ (ن) سينيټر عرفان صديقي په مړينه د غم دړد څرګندونې كولو سره وئيلي دي د ارواښاد وصال په علمي او فكري توګه نه راګرځېدونكے زيان دے٬ ھغه د مسلم ليګ ن روښانه ضمير لرونكے او رښتنے وفادار ملګرے ٶ، د ھغوي ليكل ٬بصيرت او شفيق شخصيت به تل ياد ساتلے شي۔ د …
د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ د سينيټر عرفان صديقي په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارر د مسلم ليګ (ن) سينيټر عرفان صديقي په مړينه د غم دړد څرګندونې كولو سره وئيلي دي د ارواښاد وصال په علمي او فكري توګه نه راګرځېدونكے زيان دے٬ ھغه د مسلم ليګ ن روښانه ضمير لرونكے او رښتنے وفادار ملګرے ٶ، د ھغوي ليكل ٬بصيرت او شفيق شخصيت به تل ياد ساتلے شي۔ د نهې په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل د ارواښاد ژوند د علم، اخلاق او خدمت نه عبارت ٶ٬ ھغوي زمونږ لپاره د لارښوونې ٬ مينې او برداشت علامت ٶ٬ قام به د ھغوي علم او کردار څخه تل استفاده كوي۔۔ وفاقي وزير سېنېټر عرفان صديقي ته سلام كولو سره ووئيل ارواښاد د علم، وقار او متانت پيکر ؤ ۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔











