د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د مارګله روډ شاهين چوك انډر پاس زر جوړولو لپاره د ورك فورس زياتولو امر

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د مارګله روډ شاهين چوك انډر پاس پراجيكټ زر بشپړولو لپاره د ورك فورس زياتولو امر كولو سره وئېلي دي د پروژې تكميل څخه به په مارګله سړك سفر كوونكو په زرګونو وګړو ته د ټرافېك اودرېدو څخه نجات ترلاسه شي۔د نهې په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو …

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د مارګله روډ شاهين چوك انډر پاس پراجيكټ زر بشپړولو لپاره د ورك فورس زياتولو امر كولو سره وئېلي دي د پروژې تكميل څخه به په مارګله سړك سفر كوونكو په زرګونو وګړو ته د ټرافېك اودرېدو څخه نجات ترلاسه شي۔د نهې په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سهار وختي د مارګله روډ شاهين چوك انډر پاس پراجيكټ دوره وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پروژې د تعميراتي كار په رفتار او معيار څارنه وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د روان شيټرنګ كار هم جاج واغست٬ د شاهين چوك انډر پاس پراجيكټ په مجموعي توګه 40 فيصده كار بشپړ شوے ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئېل كار دې په وخت او د اعلٰی معيار سره بشپړ كړې شي۔ده د پراجيكټ زر باوري كولو لپاره د ورك فورس زياتولو امر هم وكړو ۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د منصوبې بشپړېدو څخه به په مارګله سړك سفر كوونكو زرګونو وګړي د ټرافېك جام كېدو څخه خلاص شي۔ په مارګله سړك به د تعليمي ادارو زده كوونكو ته تګ راتګ كښې آسانۍ ترلاسه شي۔د سي ډي اے چيئرمېن اے محمد علي رندهاوا په پراجيكټ د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ د بريفنګ په مهال ووئېل شول د پروژې 85 كار بشپړ كړے شوے۔ د ریټیننګ وال او ريم كار روان دے٬دغسې منصوبه به په مقرره وخت ترسره شي۔

مزید خبریں