رياض۔ 11 نومبر (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان په رياض كښې د وزارت په هيډ كوارټر كښې د كويت خپل هم منصب عبدالله بن علي الحيا هر كلے وكړو۔ ايس پي اے تر مخه ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د تاريخي اړيكو جاج واغستلے شو او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې ۔ دغې نه پس د سعودي او كويت خارجه وزيرانو د …
سعودي عرب او د كويت رابطه كونسل دريمه غونډه ٬ په څلورو لوظ نامو لاس ليك

مزید خبریں
رياض۔ 11 نومبر (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان په رياض كښې د وزارت په هيډ كوارټر كښې د كويت خپل هم منصب عبدالله بن علي الحيا هر كلے وكړو۔ ايس پي اے تر مخه ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د تاريخي اړيكو جاج واغستلے شو او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې ۔ دغې نه پس د سعودي او كويت خارجه وزيرانو د سعودي ٬ كويت رابطه كونسل د درېمې غونډې مشري وكړه ٬ د كومې مقصد چې د دواړو هېوادونو اړېكې مضبوطول دي۔ دواړو هېوادونو د ريډيو او ټي وي ٬ سائنس ٬ ټېكنالوجي او انوينشن ٬ پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ٬ معيشت او د منصوبه بندۍ په څانګو كښې د مرستې څلور مفاهمتي يادښتونه هم لاس ليك كړل۔











