اسلام آباد ۔11 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاڼي د پاكستان مسلم ليګ ن په سېنېټ كښې پارلماني ليډر ٬ نامتو دانشور ٬ سينئر خبريال او د مونوړي قانون مدار عرفان صديقي په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ د سېنېټ سېكرټريټ نه جاري بيان تر مخه د سېنېټ چيئرمېن خپل د غمرازۍ بيان كښې د حق رسېدلي قامي خدمات …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د سېنېټر عرفان صديقي په مړينه د غمرازۍ څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔11 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاڼي د پاكستان مسلم ليګ ن په سېنېټ كښې پارلماني ليډر ٬ نامتو دانشور ٬ سينئر خبريال او د مونوړي قانون مدار عرفان صديقي په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ د سېنېټ سېكرټريټ نه جاري بيان تر مخه د سېنېټ چيئرمېن خپل د غمرازۍ بيان كښې د حق رسېدلي قامي خدمات ٬ علمي و ادبي صلاحيتونو او پارلماني كردار ته په زړه پورې عقيدت وړاندې كولو سره ووئېل عرفان صديقي يو سنجيده ٬ وقار لرونكے او اصول خوښے پارلمنټرين ؤ چا چې عمر له د قامي ګټې ٬ د جمهوريت استحكام او د اولس ښیګړې له خپل غږ پورته كړے دے ۔ ده ووئېل حق رسېدلے نه يوازې يو دانشور ؤ بلكې يو نامتو قلمكار هم ؤ او په سېنېټ كښې د يوې متوازن او خوږې لهجې سره په قامي چارو په ژور بصيرت سره د ټولو تر مينځه د باور او احترام علامت ؤ۔ ده ووئېل سېنېټر عرفان صديق د مسلم ليګ ن د پارلماني ليډر په حېث عمر له يو بربار ٬ غېر جانبدار او اصولي كردار ادا كړے كوم چې د پارلماني روايات لپاره د لارې مشال ے۔ سيد يوسف رضا ګېلاني ووئېل د حق رسېدلي عرفان صديقي ادبي او سماجي خدمات به عمر له د هېواد د فكري او علمي سرمايې برخه وي۔ د هغه په شخصيت كښې وقار ٬ علم او د انكسارۍ امتزاج ليدلے شو٬ چا چې د قلم خاوندانو او ايوان كښې نامتو مقام وركړو ۔ چيئرمېن د هغه كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونې سره دعا وكړه چې لويې څښتن سېنېټر عرفان صديقي له په جنت الفردوس كښې ځائے وركړي او كورنۍ له يې صبر او زغم وركړي۔











