سپيکر سردار اياز صادق سره د قطر سپيکر حسن بن عبدالله الغانم په مشرۍ كښې پارلماني پلاوي وليدل

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د قطر سپيکر حسن بن عبدالله الغانم په مشرۍ كښې په سپيكرز كنفرنس كښې ګډون لپاره د پاكستان په دوره راغلي پلاوي د ګل په ماښام ليدلي دي ۔ په دې موقع په دوه اړخيزه پارلماني اړيكو٬ د منطقې په موجوده صورتحال او د شريكې مرستې په وده تفصيلي خبرې وشوې۔ سپيکر سردار اياز صادق …

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د قطر سپيکر حسن بن عبدالله الغانم په مشرۍ كښې په سپيكرز كنفرنس كښې ګډون لپاره د پاكستان په دوره راغلي پلاوي د ګل په ماښام ليدلي دي ۔ په دې موقع په دوه اړخيزه پارلماني اړيكو٬ د منطقې په موجوده صورتحال او د شريكې مرستې په وده تفصيلي خبرې وشوې۔ سپيکر سردار اياز صادق ووئيل پاکستان قطر سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ ده ووئيل د قطر او پاکستان اولس د مذهب، كلتور او شريكې احترام په ژورو رشتو تړلې دي۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دې نه وړاندې سپيكر سردار اياز صادق د قطر د مجلسِ شوريٰ سپيکر او د پلاوي په پاكستان كښې هركلے وكړو

مزید خبریں