د سېنېټ چيئرمېن سره د قطر د مجلسِ شوريٰ سپيکر حسن بن عبدالله الغنيم وليدل

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د قطر د مجلسِ شوريٰ سپيکر حسن بن عبدالله الغنيم ليدلي دي ٬ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه پارلماني او د ورورولۍ اړيكو ته په ودې وركولو سلاح يوه شوه۔ د ګل په ورځ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې د سېنېټ چيئرمين د قطر د مجلسِ شوريٰ سپيکر او …

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د قطر د مجلسِ شوريٰ سپيکر حسن بن عبدالله الغنيم ليدلي دي ٬ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه پارلماني او د ورورولۍ اړيكو ته په ودې وركولو سلاح يوه شوه۔ د ګل په ورځ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې د سېنېټ چيئرمين د قطر د مجلسِ شوريٰ سپيکر او د پلاوي په پاكستان كښې هركلے وكړو او د قطر امير او اولس لپاره ېې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده د قطر د توان، سرمايه کارۍ او په افرادي قوت كښې د مرستې ستائنه وكړه ۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمين په سيمه ايز امن او ثالثۍ كښې په كردار لوبولو قطر ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې په شريك باور٬ احترام او اسلامي وروررولۍ اډانه دي۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه

مزید خبریں