اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي په دې آئيني بدلون كښې 64 ووټونه كاسټ شوي٬ د مسلم ليګ (ن) پارلماني ليډر په وينټي ليټر دے ٬ ھغه ووټ كاسټ نه كړو او زما ذاتي ووټ هم دے٬ اپوزيشن په ايوان كښې مهم کردار لري، د اپوزيشن پشمول ټولو غړو په دې رائے وركړې ده، په 18م بدلون كښې 57 تقريرونه …
په دې آئيني بدلون كښې 64 ووټونه كاسټ شول۔ سيد يوسف رضا ګېلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي په دې آئيني بدلون كښې 64 ووټونه كاسټ شوي٬ د مسلم ليګ (ن) پارلماني ليډر په وينټي ليټر دے ٬ ھغه ووټ كاسټ نه كړو او زما ذاتي ووټ هم دے٬ اپوزيشن په ايوان كښې مهم کردار لري، د اپوزيشن پشمول ټولو غړو په دې رائے وركړې ده، په 18م بدلون كښې 57 تقريرونه شوي وو ، د 1973ء آئين په متفقه توګه جوړ شوے، په 27م آئيني بدلون بل د ټولو سياسي ګوندونو په ګډه اتفاق پېدا كړے٬ ده ووئېل په ميثاق جمهوريت مونږ ټولو اتفاق كړے٬ په دې آئيني بدلون د زياتې اتفاق رائے پېدا كولو هڅې شوې، ده ووئېل قامي اسمبلۍ او د سينيټ قائمه کميټو پورا خواري كړې، آبادي په تندۍ سره زياتېږي او د تعليم په معامله د شريكې ګټې كونسل كښې اتفاق رائے پيدا كول غواړو۔ په دې موقع سينيټر نسيمه احسان ووئيل د دې آئيني بدلون په منظورۍ ټول قام له مباركي وركوم











