د آزاد كشمير اولس سره چې وفاقي حكومت كومه لوظ نامه كړې د هغې د حكومت بدلولو سره هيڅ تعلق نشته٬ وفاقي وزير امير مقام

اسلام آباد ۔ 10 نومبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي د آزاد كشمير اولس سره چې وفاقي حكومت كومه لوظ نامه كړې د هغې د حكومت بدلولو سره هيڅ تعلق نشته٬ په هغې به عما درآمد كېږية د كشمير لپاره چې څومره هم ممكن شول مونږ به كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د مذهبو …

اسلام آباد ۔ 10 نومبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي د آزاد كشمير اولس سره چې وفاقي حكومت كومه لوظ نامه كړې د هغې د حكومت بدلولو سره هيڅ تعلق نشته٬ په هغې به عما درآمد كېږية د كشمير لپاره چې څومره هم ممكن شول مونږ به كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د مذهبو چارو وزير سردار يوسف ٬ د مسلم ليګ ن مرتضې جاويد عباسي او نورو سره خبري كنفرنس ته وكړه۔ په دې موقع سېنېټر بهره مند تنګي ٬ د قامي اسمبلۍ غړې ثمر هارون بلور ٬ پخوانے سېنېټر زاهد خان او محسن علي خان هم موجود وو٬ په دې مهال قاضي وقار په مسلم ليګ ن كشې شموليت وكړو هغه يو نامتو كاروباري شخصيت او سماجي كس دے د چا تعلق چې د ډېره اسماعيل ان څخه دے۔ وفاقي وزير امير مقام د نوو شاملو شوو هر كلي كولو سره ووئېل بلور كورنۍ د پاكستان لپاره بلها سياسي خدمات لري٬ د هغوي د كورنۍ نه ثمر بلور د دې نه وړاندې مسلم ليګ ن كښې شموليت اختيار كړے او دغسې بهره مند تنګي او نوابزاده محسن علي خان هم مسلم ليګ ته بېرته راغلل۔ علي هادي څوګ چې د كرم نه په آزاد حېثيت كامياب شوے ؤ په مسلم ليګ ن كښې شموليت كړے او سېنېټر زاهد خان څوك چې د سياست په مېدان كښې مهم مقام لري په تېرو ورځو كښې زموڼږ د ډلې برخه ګرځېدلے۔ ده ووئېل د خېبر پشتونخوا خلق د دې ادراك لري او په راروانو څو مياشتو كښې به نور خلق زموڼږ سره شامل شيژ خېبر پښتنخوا خلقو دا پرېكړه ګرې چې د مسلم ليګ ن ملګرتيا به كوي۔ وفاقي وزير امير مقام ووئېل تېر دري حكومتونه په صوبه په شتو نعرو او د سوشل ميډيا ګوند حكومت كوي ٬ دوي ته د صوبې د خلقو څخه پرله پسې په دريم ځل په مېنډېټ وركولو د خپل حكومت د نورو صوبائي حكومتونو سره موازنه پكار ده چې مونږ دې اولس لپاره څهي وكړل؟ ده ووئېل هغوي هيڅ دليل او ځواب نه لري هغوي د صوبې اوسل ته يوازې نعرې او دروغ وائي

مزید خبریں