د 27م آئيني بدلون په لار كښې هېڅ خنډ نشته٬ زمونږ ووټونه پورا دي، هېڅ ابهام نشته۔ عطاء تارړ

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د 27م آئيني بدلون په لاره كښې هېڅ خنډ نشته٬ د وزيراعظم د استثنيٰ په اړه ترميم کميټۍ څخه بېرته اغستلے شوے دے، وزيراعظم خبر دے چې ھغه د اولس او د قانون د عدالت په وړاندې ځواب وركونكے دے٬ د ده دا اقدام يو غوره ګام دے، د وفاق او صوبو ترمېنځه …

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د 27م آئيني بدلون په لاره كښې هېڅ خنډ نشته٬ د وزيراعظم د استثنيٰ په اړه ترميم کميټۍ څخه بېرته اغستلے شوے دے، وزيراعظم خبر دے چې ھغه د اولس او د قانون د عدالت په وړاندې ځواب وركونكے دے٬ د ده دا اقدام يو غوره ګام دے، د وفاق او صوبو ترمېنځه رشته، هېواد په دفاعي توګه قوي كول او په دفاعي قوت كښې زياتوالي لپاره دا ښه بدلون راوړاندې كړے شوے ، زمونږ ووټونه پورا دي، هېڅ ابهام نشته۔ د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبروه كښې وفاقي وزير ووئيل د 27م آئيني بدلون په لاره كښې هېڅ خنډ نشته٬ وزيراعظم د استثنيٰ نه اخستو پرېكړه كړې وه او پرون چې د آذربائيجان نه راستون شو نو امر يې وكړو او نن كمېټۍ څخه هم ھغه شق بېرته واغستلے شوے، دا يو غوره ګام دے٬ ده ووئېل وزيراعظم خبر دے چې د اولس او د قانون په عدالت كښې ځواب وركونكے دے۔ ده ووئيل ټول بدلونونه د ښې واكمنۍ ، د وفاق صوبو سره رشته مضبوطولو، پاکستان په دفاعي توګه لا قوي كولو او په دفاعي قوت كښې اضافې لپاره د لوي بحث نه وروستو وړاندې كړې شوي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل ګرده نړۍ كښې د هېواد مشر ته استثنيٰ ترلاسه وي ٬ دا خوښه وي، ګرده نړۍ كښې دا نظام رائج دے٬ ګرده نړۍ كښې د آئيني عدالتونو تصور موجود دے، د چارټر آف ډيموکريسي نه دا بحث روان ٶ چې آئيني عدالتونه پكار دي، ده ووئېل مسلم ليګ ن، پيپلز پارټي او د اے اين پي دا مشترکه غوښتنه وه، د څو لسيزو راهسې كېدونكے بحث اوس منطقي انجام ته رسېدلے دے۔ ده ووئيل په 26م آئيني بدلون كښې آئيني بنچ جوړ شوے چې ثمرات يې رامخې ته شوي دي، په عدالتونو كښې د مقدمو ورک لوډ کم شوے او د عدليه کارکردګي هم زياته شوې ده۔ ده ووئيل آئيني معاملې كمېږي خو په دې وخت ډېر زيات لګي۔ ده ووئيل جوډيشل ريفارمز كې اصلاحات د انصاف زر ورګرې لپاره يو ښه ګام دے۔ ده ووئيل آئين يو ژوندے دستاويز دے چې پكښې د ارتقاء عمل شامل وي او تر اوسه 27 بدلونونه شوي كوم چې خوشبينه دي

مزید خبریں