وزيراعظم شهباز شريف د کيش ليس معيشت په اړه اقدامات د اطمينان څرګندونه وكړه٬ ټاكلي شوي هدفونه پخپل مقرر وخت كښې د سر كولو امر ٬ وزيراعظم د بينظير انکم سپورټ پروګرام له مخې د يو كروړ ډيجيټل والټس د پېشرفت نه هم خبر كړے شو

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د کيش ليس معيشت په اړه اقدامات د اطمينان څرګندونې كولو سره وضع كړي هدفونه په خپل مقرر وخت موده كښې د سر كولو امر كړے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د کيش ليس معيشت په حواله د اغستو ګامونو په اړه …

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د کيش ليس معيشت په اړه اقدامات د اطمينان څرګندونې كولو سره وضع كړي هدفونه په خپل مقرر وخت موده كښې د سر كولو امر كړے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د کيش ليس معيشت په حواله د اغستو ګامونو په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، عطاء تارړ، شزه فاطمه خواجه، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د سټېټ ګورنر سټيټ جمېل احمد، د نادرا چيئرمين ليفټينينټ جنرل محمد منير افسر، د اېف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال او اړوند چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم غونډې ته ووئيل معيشت کيش ليس كولو لپاره جاري اقدامات به د هېواد د معيشت په تل پاتي پرمختګ كښې كليدي كردار وي۔وزيراعظم امر وكړو چې په بشپړه توګه کيش ليس معيشت او د غېر رسمي معيشت خاتمې لپاره دې په كليوالو سيمو كښې د خبرتيا كمپائن پېل كړے شي٬ ګرده نړۍ ډيجيټل معيشت پلو په تندۍ سره روانه ده، پاکستان له به د نړۍ سره برابر ګامونه اخلي، د وړومبۍ ورځ څخه پاکستان ډيجيټل نيشن جوړولو لپاره اقدامات ته مو پام لرنه كړې چې په زړه پورې نتيجې يې رامخې ته كېږي۔ وزيراعظم ووئيل په روژه مباركه كښې د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل مستحقينو ته د بينظير انکم سپورټ پروګرام روپغ د ډيجيټل والټس د لارې لېږلې شوي، د کيش ليس معيشت د لارې د واكمنۍ بهترۍ او په کرپشن كښې ب ډېر كمے راشي۔ دغسې وزيراعظم امر وكړو چې كېش لېس معيشت لپاره وضع كړې هدفونه په ټاكلې موده كښې سر كول باور كړئ ٬ ده موجوده پيشرفت د اطمينان وړ وګرځولو او د خزانې وزارت، د انفارميشن ټيکنالوجي وزارت، اېف بي آر، سټيټ بنك او د اړوند ادارو د كار ستائنه يې وكړه۔ په غونډه كښې وزيراعظم د کېش ليس معيشت وژن له مخې د حکومتي اقدامات د پيشرفت نه خبر كړے شو ۔ ده ته ووئېل شول د بجلۍ او ګيس بلونه د راست كيو آر كوډز د لارې ادائيګي کيش ليس كوٶ چې په سبب يې د اربونو روپو بلونه اوس د ډيجيټل نظام د لارې جمع كېدل ممكن شوي ٬ وزيراعظم د بينظير انکم سپورټ پروګرام له مخې د يو كروړ ډيجيټل والټس د پېشرفت نه هم خبر كړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول والټس به د روانې مياشت تر پائې په بشپړه توګه فعاله كړې شي او مستحقينو ته به روپۍ د راتلونكې قسط د دې د لارې لېږلې شي۔ د دې نه علاوه په اسلام آباد كښې سرکاري سروسز ترلاسه كولو لپاره جوړ كړے موبائل ايپلي کيشن راست سره تړلے شوے او ادائيګۍ د دې د لارې كېږي٬ په اسلام آباد كښې نوې كاروبار پرانستلو لپاره لائسنس د ډيجيټل ادائيګو نظام سره مشروط كړے شوے او په موجوده ټولو دكانونو د راست کيو آر کوډز د لارې د ادائيګو سهولت وركړے شوے ، په هېواد كښې ډيجيټل بنکس جوړولو لپاره لائسنس جاري كېږي۔ غونډې ته ووئيل شول دې اقدامات څخه تر اوسه په هېواد كښې 68 فيصده آبادۍ فنانشل انکلوژن كړے دے ٬ په راتلونكي كال كښې به دې كښې لا زياتوالے راشي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د مالي شموليت د كار دائره دې لا زياته كړې شي ٬ غونډې ته د راتلونكي كال هدفونو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔ دغسې وزيراعظم شهباز شريف د کيش ليس معيشت په حواله په اقدامات د اطمينان څرګندونې سره وضع كړي هدفونه په ټاكلې موده كښې د سر كولو امر وكړو

مزید خبریں