برسلز 28 جون (اے پی پی) پھ لوېديز دفاعي اتحاد ناټو كښې پھ وړومبي ځل يوه مېرمن دوهمه عمومي سېكتره غوره كړی شوې۔ د المانې مېډيا له مخې د امريكې دفاع محكمې سره تعلق لرونكې ګوټن ميولر د نړۍ د ټولو لوي عسكري دفاعي اتحاد د دوهمې سېكترې ذمه وارۍ روان كال د اكتوبر څخه سنبالوي۔ دا مهال اليګزيډر وير شبو پھ دې چوكۍ ناست دے۔ د ناټو عمومي سېكتر جينز سټولټن برګ د دې خبرې تصديق كولو سره وئېلي دي چې ګوټن ميولر د نړيوالې سلامتيا پالېسۍ او په وسلو قابو موندلو پشان څانګو په اړه پراخا تجربه لري۔ د يادونې وړ ده چې د ناټو قيام 67 كاله وشو خو دا وړومبۍ موقع ده چې پھ دې عسكري اتحاد كښې يوه مېرمن په يوه لويه چوكۍ په ځاي كېږي