رياض۔ 10 نومبر(اے پي پي) د سعودي عرب د كلتور وزير شهزاده بدر بن عبدالله بن فرحان سره رياض كښې د هند خپل هم منصب ګجيندر سنګه شيحاوت ملاقات وكړو۔ د عرب نيوز تر مخه د ملګرو ملتونو د سېلګرۍ په اړه تنظيم د عمومي اسمبلۍ په 26 مه غونډه شوي ملاقات كښې په بېلو څانګو كښې د كلتور په اړه مرستې قوي كولو په لارو چارو خبرې وشوې۔ دغسې …
د سعودي او هند وزيرانو ملاقات ٬ د كلتوري مرستې په مضبوطولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
رياض۔ 10 نومبر(اے پي پي) د سعودي عرب د كلتور وزير شهزاده بدر بن عبدالله بن فرحان سره رياض كښې د هند خپل هم منصب ګجيندر سنګه شيحاوت ملاقات وكړو۔ د عرب نيوز تر مخه د ملګرو ملتونو د سېلګرۍ په اړه تنظيم د عمومي اسمبلۍ په 26 مه غونډه شوي ملاقات كښې په بېلو څانګو كښې د كلتور په اړه مرستې قوي كولو په لارو چارو خبرې وشوې۔ دغسې د كلتوري څانګو د مرستې نه غېر كلتوري تبادلو لپاره د دواړو هېوادونو وزارتونو تر مينځه يو مفاهمتي يادښت هم لاس ليك شو چې پكښې ورثه ٬ لرغونتون٬ تهېټر ٬ پرفارمنګ آرټس ٬ فلم ٬ فېشن ٬ بصري فنون ٬ دستاكاري او ډېزائن شامل دي۔ د ورثه تحفظ لپاره منصوبو كښې په تجربو د خيالاتو څرګندونه شوه ۔ د هند خارجه وزير ګجيندر سنګه شيحاوت د غونډې په هال د سري لنكا ٬ مالديپ او د سوئېلي افرېيقه خارجه وزيرانو سره هم په دوه اړخيزه چارو خبرې وشوې











