اسلام آباد۔9 نومبر(اے پی پی) د لوك ورثه تر اهتمام لاندے لوك ميله 2025 نن په درېمه ورځ هم اولسي شموليت سره په زړه پورې ډول روانه پاتې شوه٬ ګرد هېواد څخه راغلې د زرګونو په شمېر وګړي د لوك كلتور او روايتي ورثې بېلو بېلو سټالونو او په دې كښې وړاندې كېدونكو پروګرامونو څخه خوندونه پورته كوي۔ په لوك ورثه اوپن تھټر كښې پنجاب كلچر نائټ كښې د نوموړو …
لوك ميله 2025 نن په دريمه ورځ هم په زړه پورې ډول روانه پاتې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔9 نومبر(اے پی پی) د لوك ورثه تر اهتمام لاندے لوك ميله 2025 نن په درېمه ورځ هم اولسي شموليت سره په زړه پورې ډول روانه پاتې شوه٬ ګرد هېواد څخه راغلې د زرګونو په شمېر وګړي د لوك كلتور او روايتي ورثې بېلو بېلو سټالونو او په دې كښې وړاندې كېدونكو پروګرامونو څخه خوندونه پورته كوي۔ په لوك ورثه اوپن تھټر كښې پنجاب كلچر نائټ كښې د نوموړو لوك سندر غاړو زړه راكښونكي پېشكش د حاضرينو زړونه وګټل۔ د شپې او ورځې په بېلو وختونو كښی وزېټرز د ټول صوبو د كلتوري پوېلینز دوره وكړه۔ پنجاب پوېلین كښې وګړو زياته خوښي ښكاره كړه چرته چې روايتي دستكارۍ ٬ جامو ٬ خطاطۍ ٬ ادبي ورثې او لائیو ډېمونسټرېشنز دوئي د پنجاب كلتور ته نزدې كړل۔ لوك مېله به تر 16 نومبر 2025 دوام لري۔ مېله روزانه سهار 10 بجو څخه تر شپې 10 روانه پاتې كيږي۔











