په 27م آئيني ترميم كښې د وزيراعظم د استثنیٰ تجویز د مسلم ليګ نون سينيټرانو بيرته واخست٬ جوائنټ كميټۍ كښې د ترميم په مسوده 85 فيصده كار بشپړ شوے دے : د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ

اسلام آباد۔9نومبر (اے پی پی) د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې په 27م آئيني ترميم كښې د وزيراعظم د استثنیٰ تجویز د مسلم ليګ نون سينيټرانو بيرته واخست٬ د دواړو ايوانونو په جوائنټ كميټۍ كښې د ترميم په مسوده 85 فيصده كار بشپړ شوے دے۔ د اتوار په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې خبريالانو سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د 27 م ترميم په مسوده …

اسلام آباد۔9نومبر (اے پی پی) د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې په 27م آئيني ترميم كښې د وزيراعظم د استثنیٰ تجویز د مسلم ليګ نون سينيټرانو بيرته واخست٬ د دواړو ايوانونو په جوائنټ كميټۍ كښې د ترميم په مسوده 85 فيصده كار بشپړ شوے دے۔ د اتوار په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې خبريالانو سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د 27 م ترميم په مسوده د دواړو ايوانونو په جوائنټ كميټۍ كښې 85 فيصده كار بشپړ شوے دے٬ د اېم كيو اېم په شمول د نورو ګوندونو په تجويزونو به هم غور كولے شي٬ هيله ده چې كمېټي به دا كار زر تر زره ترسره كړي۔ ده ووئيل وزیراعظم استثنیٰ سره له اړوندو تجويزونو څخه منع كړې ده۔ وزیر اعظم زه اټارنی جنرل سره راغوښتلے ووم۔ ده ووئيل چې د مسلم ليګ (ن) سېنېټران به د وزيراعظم استثنیٰ سره اړوند تجويزونه بېرته واخلي۔ ده ووئيل صدر او نورو منصبونو لپاره استثنی سره اړوند عوامل مختلف دي۔ وزیراعظم داسې كومه استثنیٰ نه غواړي۔ ده ووئيل د جے یو آئی غړي تېره ورځ د كمېټۍ په غونډه كښې شريك شوي وو۔ هغوي كمېټي د ګوند پالېسۍ په اړه خبر كړې وه۔ ده ووئيل زما په خيال پارليماني ګوندونه د ووټ حق بايد وكاروي۔

مزید خبریں