د پاكستان او افغانستان ترمينځه د مذاكراتو دريم دور د تركيه او قطر په ثالثۍ كښې استنبول كښې بشپړ شو: طاهر حسين اندرابي

اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابی وئيلي دي چې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د مذاكراتو دريم دور د تركيه او قطر په ثالثۍ كښې استنبول كښې بشپړ شو٬ پاكستان د دې دواړو هېوادونو مخلصانه هڅو ته د قدر په سترګه ګوري كومو چې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د ترهګرۍ په مسئله اختلافات ختمولو له هڅې وكړې۔ ده ووئيل د تېرو 4 كلونو په …

اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابی وئيلي دي چې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د مذاكراتو دريم دور د تركيه او قطر په ثالثۍ كښې استنبول كښې بشپړ شو٬ پاكستان د دې دواړو هېوادونو مخلصانه هڅو ته د قدر په سترګه ګوري كومو چې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د ترهګرۍ په مسئله اختلافات ختمولو له هڅې وكړې۔ ده ووئيل د تېرو 4 كلونو په مهال ٬ كله څخه چې په افغانستان كښې طالبان حكومت جوړ شوے دے ٬ په پاكستان كښې له افغانستان خاورې څخه ترهګر بريدونه زيات شوي دي۔ پاكستان ددې بريدونو باوجود د صبر او زغم څرګندونه كولو سره ځوابي كارروايۍ څخه ډډه وكړه۔ پاكستان هيله لرله چې افغان حكومت به ددې ترهګرۍ لاره ونيسي خو داسې ونشوه٬ پاكستان تل افغانستان سره په مثبت ډول د اړيكو مخ په وړاندې بوتللو هڅه وكړه بياهم د دې ځواب د طالبان حكومت لخوا په لوظونو د عمل نه كولو په صورت كښې رامخے ته شو۔ ده ووئيل د روان كال په اكتوبر مياشت كښې د پاكستان غبرګون او ځواب ددې عزم څرګندونه وه چې پاكستان به د خپلې خاورې او اولس په حفاظت كښې هېڅ كمې نه كوي۔ ده په ډاګه كړه چې ټی ټی پی او بی اېل اے د رياست پاكستان او اولس دښمنان دي او څوك هم چې د دوئي مرسته كوي هغه د پاكستان خېرخواه كېدے نه شي۔ ده ووئيل پاكستان امن او سفارتكاري غواړي او تل دا ګڼي چې د طاقت كارولو لاره وروستۍ ده۔ د دې جذبې لاندې پاكستان د تركيه او قطر په مخلصانه ثالثۍ كښې پاك افغان مذاكراتو كښې ګډون وكړو۔ ده ووئيل پاكستان په خپل بنيادي دريځ ولاړ دے چې د افغانستان په خاوره د موجود ترهګر عناصرو په ضد دې كوټلي او د تصديق وړ اقدامات وكړې شي٬ د نګرانۍ نظام دے فعاله كړے دغسې چې د دوئي په كارروائيو قابو وموندلے شي۔ ده ووئيل طالبان حکومت په افغان خاوره د ترهګرو مسئله د انساني مسئلې ښكاره كولو هڅه كوي او حقيقت دا دې چې دا ترهګر د كال 2015 آپرېشن ضربِ عضب څخه وروستو افغانستان ته تښتېدلې وو۔ پاكستان ددوئي د سپارلو غوښتنه كړې خو طالبان حكومت دې څخه انكار كوي۔ ده ووئيل پاكستان كوم هم خپل وګړې بېرته اغستو له چمتؤ دے په شرط د دې چې هغه په طورخم يا چمن بارډر په باضابطه توګه حواله كړې شي۔ داسې نه چې وسلې او بارودو سره د پولې پورې غاړه څخه راولېږلې شي۔ ده ووئيل پاكستان كابل سره مذاكرات كولې شي خو كومې ترهګرې ډلې كه هغه ټي ټي پي وي يا بي اېل اے سره كله هم مذاكرات نه كوي۔ وياند ووئيل اګست 2021 څخه وروستو افغانستان څخه په پاكستان كښې د ترهګرۍ پېښو كښې ښكاره زياتوالې ليدلې شوې دې٬ د كومو ثبوتونه چې ښكاره او د نه رد كېدو وړ دي۔ ده ووئيل د طالبان حكومت ځينې عناصر په پاكستان كښې د پښتون قام پارولو هڅې كوي حالانكه په پاكستان كښې پښتون ورورولي يوه متحركه او اثر لرونكې طبقه ده كومه چې په هره يو څانګه كښې د لارښودنې كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل
طالبان حكومت ترهګري د پاكستان داخلي مسئله ګڼي۔ هغوي دې حقيقت څخه پام بل پلو اړوي چې په افغانستان كښې داسې عناصر شته كوم چې د پاكستان په ضد بريد شرعا ً جائز ګڼي او د پاكستان دننه په فعاله ترهګرو ډلو كښې زيات شمېر افغان وګړي شامل دي۔ ده ووئيل د پاكستان وسله وال ځواكونه ٬ پارليمنټ او اولس د ترهګرۍ ختمولو له يو موټے دي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس او وسله وال ځواكونه خپله خاوره د ترهګرۍ له ناسور څخه د پاكولو او د دې د ملاتړ كوؤنكو او مالي مرسته كوؤنكو په ضد د بشپړه كارروايۍ كولو عزم لري۔

مزید خبریں