سعودي او پاكستان حج 2026ء له انتظاماتو سره اړونده لوظنامه لاسليك كړه

اسلام آباد۔9 نومبر(اے پی پی) د سعودي عربستان او پاكستان ترمينځه حج 2026ء لپاره انتظاماتو او سهولياتو سره اړونده باضابطه لوظنامه لاسليك شوې ده۔ دې ځاې څخه د جاري شوي بيان له مخې د سعودي عربستان د حج او عمره دوهم وزير ډاكټر عبد الفتاح او د مذهبي چارو سېكرټري ډاكټر سيد عطاﺀ الرحمن تېره شپه په جده كښې لوظنامه لاسليك كړه۔ د مذهبي چارو وفاقي سېكرټري د رحمن مېلمنو …

اسلام آباد۔9 نومبر(اے پی پی) د سعودي عربستان او پاكستان ترمينځه حج 2026ء لپاره انتظاماتو او سهولياتو سره اړونده باضابطه لوظنامه لاسليك شوې ده۔ دې ځاې څخه د جاري شوي بيان له مخې د سعودي عربستان د حج او عمره دوهم وزير ډاكټر عبد الفتاح او د مذهبي چارو سېكرټري ډاكټر سيد عطاﺀ الرحمن تېره شپه په جده كښې لوظنامه لاسليك كړه۔ د مذهبي چارو وفاقي سېكرټري د رحمن مېلمنو له مېلمستيا او آسانۍ برابرولو له په غوره هڅو كولو د سعودي عربستان حكومت او اړوندو اعلی چارواكو مننه وكړه۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي راروان حج كښې به لكه د تېر كال حاجيانو ته د اعلی معيار آسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل د مذهبي چارو وزارت د سعودي حكومت د هداياتو له مخې د سركاري او پرائيوېټ حج سكيمونو انتظامات په وخت د بشپړولو عزم لري۔

مزید خبریں