د علامه اقبال ټولنيزو اصولو د پاكستان په ملي شناخت تلپاتې نقوش پريښودلې دي ٬ د صدر آصف علي زرداري د علامه اقبال د زيږيدنې ورځې په موقعه پيغام

اسلام آباد۔09نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي چې د مسلمانانو په سياسي نمائندګۍ او اسلامي اقدارو اډانه د علامه اقبال ټولنيزو اصولو د پاكستان په ملي شناخت تلپاتې نقوش پريښودلې دي٬ نن مونږ د علامه اقبال د زېږېدنې ورځ لمانځؤ۔ د علامه اقبال وژن د نيمې اوچې مسلمانانو كښې د آزادۍ او خپلواكۍ شعور بېدار كړو۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې صدر مملكت د …

اسلام آباد۔09نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي چې د مسلمانانو په سياسي نمائندګۍ او اسلامي اقدارو اډانه د علامه اقبال ټولنيزو اصولو د پاكستان په ملي شناخت تلپاتې نقوش پريښودلې دي٬ نن مونږ د علامه اقبال د زېږېدنې ورځ لمانځؤ۔ د علامه اقبال وژن د نيمې اوچې مسلمانانو كښې د آزادۍ او خپلواكۍ شعور بېدار كړو۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې صدر مملكت د علامه اقبال د زېږېدنې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل په كال 1930 كښې د مسلم ليګ كلنې غونډې ته په خپل تاريخي خطاب كښې علامه اقبال د مسلمانانو د حقونو د تحفظ په حاجت زور راوړو كوم چې وروستو د يو خپلواكه هېواد بنياد جوړ شو۔ ده ووئيل د مسلمانانو په سياسي نمائندګۍ او اسلامي اقدارو اډانه د علامه اقبال ټولنيزو اصولو د پاكستان په ملي شناخت تلپاتې نقوش پريښودلې دي۔ صدر مملكت ووئيل كله چې مونږ دې غېر معمولي شخصيت ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو نو د دې عزم پخلے كوو چې مونږ به د هغه د اصولو له مخې مخ په وړاندې تللو سره يو سوكاله ٬ سولييز او متحد پاكستان جوړولو له هڅې كوو۔ ده ووئيل مونږ له به د اقبال ژوند او تعليماتو څخه لارښودنه ترلاسه كول وي او يو روښانه سباؤن له به په ګډه كار كول وي۔ صدر مملکت ووئيل چې د پاك پروردګار دے وكړي چې د اقبال بصيرت زمونږ لپاره د لارې مشال او د هغه فكري ورثه راتلونكو نسلونو لپاره د تحريك سبب وګرځي۔

مزید خبریں