باکو۔8نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف او د تركيه صدر رجب طيب اردوان په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته د پراختيا وركولو عزم پخلي كولو سره د شريكې خوښې په چارو او نړيوالو مسئلو د نزدې رابطې په روانه ساتلو سلا شوي دي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف دلته د آذربائیجان يوم فتح پرېډ په موقعه …
د وزيراعظم شهباز شريف په باكو كښې ترك صدر رجب طيب اردوان سره ملاقات ٬ د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د نزدې رابطې په ساتلو اتفاق

مزید خبریں
باکو۔8نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف او د تركيه صدر رجب طيب اردوان په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته د پراختيا وركولو عزم پخلي كولو سره د شريكې خوښې په چارو او نړيوالو مسئلو د نزدې رابطې په روانه ساتلو سلا شوي دي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف دلته د آذربائیجان يوم فتح پرېډ په موقعه د جمهوريه تركيه صدر رجب طيب اردوان سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې فیډ مارشل سید عاصم منیر هم موجود ؤ۔ د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د پاكستان او تركيه دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو جاج واغستے شو او د شريكې خوښې په څانګو كښې يۍ مرستې ته د لا پراختيا وركولو عزم پخلے وكړو۔ وزیراعظم او صدر صدر اردوان او د تركيه ورور اولس ته د يوم جمهوريه مباركي وركړه۔ وزيراعظم شهباز شريف او د تركيه صدر رجب طيب اردوان بېلو څانګو كښې همكارۍ ته د پراختيا وركولو عزم پخلي كولو سره د شريكې خوښې په چارو او نړيوالو مسئلو د نزدې رابطې په روانه ساتلو موافقت وكړو











