د پاك پوځ لخوا د خيبر پښتونخوا اولس لپاره د جومات په شكل كښې مقدسه ډالۍ

اسلام آباد۔8 نومبر (اے پی پی) د سوئيلي وزيرستان په وانه سيمه كښې د سپين جومات تعمير په جولائي 2021 كښې د فرنټیئر کور خېبر پښتونخوا (ساؤتھ) په مرسته شوې ؤ۔ جومات 5 زره څخه د زياتو كسانو ګنجائش لري۔ د سوئيلي وزيرستان اولس د دې ښكلي جومات په ډالۍ كولو د پاك پوځ او اېف سي مننه كړې ده۔ د تفصیلات له مخې د جومات امام وئيلي چې سپين …

اسلام آباد۔8 نومبر (اے پی پی) د سوئيلي وزيرستان په وانه سيمه كښې د سپين جومات تعمير په جولائي 2021 كښې د فرنټیئر کور خېبر پښتونخوا (ساؤتھ) په مرسته شوې ؤ۔ جومات 5 زره څخه د زياتو كسانو ګنجائش لري۔ د سوئيلي وزيرستان اولس د دې ښكلي جومات په ډالۍ كولو د پاك پوځ او اېف سي مننه كړې ده۔ د تفصیلات له مخې د جومات امام وئيلي چې سپين جومات ته كوچنيانو لرو سيمو څخه ديني او دنياوي زده كړې ترلاسه كولو له راځي۔ د سوئيلي وزيرستان اولس وېنا وه چې د دومره ښكلي جومات په جوړولو د پاك پاك پوځ او اېف سي مننه كوو۔ د پاك پوځ لخوا په پخوانۍ فاټا كښې يو شمېر جوماتونه جوړ كړې شول او د هغې رنګ روغن كار بشپړ كړے شو۔ په باجوړ ضلع كښې د ترهګرۍ دلاسه د ويجاړ شوي مسجد سلېمان خېل او بل مسجد د بحالۍ كار اېف سي كے پي (نارتھ) بشپړ كړو۔ دغسې د یونیورسټی آف مالاکنډ زده كوؤنكو په خواست د جامع مسجد عمر فاروق د رنګ روغن كار ترسره كړے شو۔ د جوماتونو جوړولو او ددې رنګ روغن ته په پام ګرځولو د اولس او پاك پوځ ترمينځه همغږۍ او ورورولۍ ته وده وركړې ده

مزید خبریں