د پاكستان ٬ تركيه او آذربائيجان زړونه يو بل سره درځيږي ٬ په كارا باخ كښې د آذربائيجان كاميابي خپلواكۍ لپاره ستړې كوؤنكو قومونو لپاره د لارې مشال دے: وزيراعظم شهباز شريف

باکو۔8نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاكستان ٬ تركيه او آذربائيجان زړونه يو بل سره يو ځاې درځيږي ٬ په كارا باخ كښې د آذربائيجان كاميابي د غزه او مقوبضه جمو وكشمير ميړني اولس په شمول عادلانه دريځ او خپلواكۍ لپاره ستړې كوؤنكو قومونو لپاره د لارې مشال دے٬ په معركه حق كښې نړۍ د پاكستان د جنګي صلاحيتونو مشاهده وكړه٬ د هندي جارحيت په مهال …

باکو۔8نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاكستان ٬ تركيه او آذربائيجان زړونه يو بل سره يو ځاې درځيږي ٬ په كارا باخ كښې د آذربائيجان كاميابي د غزه او مقوبضه جمو وكشمير ميړني اولس په شمول عادلانه دريځ او خپلواكۍ لپاره ستړې كوؤنكو قومونو لپاره د لارې مشال دے٬ په معركه حق كښې نړۍ د پاكستان د جنګي صلاحيتونو مشاهده وكړه٬ د هندي جارحيت په مهال تركيه او آذربائیجان پاكستان سره د بشپړ يووالي څرګندونه وكړه٬ د پاكستان او افغان رجيم ترمينځه مذاكراتو كښې په مرسته كولو د تركيه او قطر مننه كوو٬ په غزه امن لوظنامه كښ ټولو هېوادونو د ذمه وارۍ څرګندونه وكړه٬ پاكستان امن كښې خوښي لري خو چاته به خپلې خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا ته د زيان رسولو اجازه ورنكړي۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ د آذربائیجان د فتح ورځې پرېډ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل دپاكستاني اولس لخوا د آذربائیجان اولس او حكومت په جنګ كښې د تاريخي كاميابۍ په سالګره مباركي وركوم۔ په پرېډ كښې د پاك پوځ د ډلې او د جے اېف 17 تھنډر ګډون زيات مهم دے۔ وزیراعظم د پاكستان ٬ تركيه او آذربائيجان زړونه يو بل سره يو ځاې درځيږي۔ درې واړو هېوادونو څو څو وارې د خپلې ملګرتيا او يو والي ثبوت وركړے دے۔ وزیراعظم ووئيل 5 كاله وړاندې د آذربائیجان مېړنو فرزندانو د صدر الهام عليوف په مشرۍ كښې تاريخ رقم كرو او د آذربائیجان زړورو پوځونو كاراباخ آزاد كړو۔ ده ووئيل پاكستان خپل ورور هېواد آذربائیجان سره د غر په څير مضبوط ولاړ دے او دغسې به ولاړ پاتے وي۔ وزيراعظم ووئيل په كارا باخ كښې كښې د آذربائيجان كاميابي د غزه او مقوبضه جمو وكشمير ميړني اولس په شمول عادلانه دريځ او خپلواكۍ لپاره ستړې كوؤنكو قومونو لپاره د لارې مشال دے۔ وزیراعظم ووئيل د فيلډ مارشل عاصم منېر په مشرۍ كښې د پاكستان مېړنو ځواكونو هند ته ماتې وركړه۔ د ايئر چیف مارشل ظهیر بابر سدھو په مشرۍ كښې پاك هوائي پوځ د هند 7 جنګي كالوتكې نسكورې كړې۔ وزیر اعظم ووئيل مونږ له به د تېر وختونو په كاميابو خوشحالي لمانځلو سره سره په سباؤن هم نظر ساتل وي۔ وزیراعظم ووئيل حقيقي بريا په جنګي مېدان كښې نه بلكې او د امن او همغږۍ پلونو په جوړولو كښې ده۔ ده ووئيل د صدر ټرمپ د بشپړ او پرېكنده كردار له امله دپاكستان او ھندي ترمينځه جنګ بندي وشوه٬ په سوئيلي آسيا كښې امن بحال شي او يو لوے جنګ ختم شو او دې سره د لكھونو په شمېر كسانو ژوند بچ كولو كښې مرسته وشوه۔ وزیراعظم د آذربائیجان الهام عليوف په بلنه د فتح ورځې مركزي دستوره كښې په خصوصي توګه ګډون وكړو۔ فیلډ مارشل سید عاصم منېر او وفاقي وزير عطا تارړ هم په دستوره كښې موجود ؤ۔ په دې موقع د آذربائیجان پوځي ډلو مارچ پاسټ وكړو او مېلمنو ته يۍ سلامي وړاندې كړه۔ په پرېډ كښې د پاك پوځ ډلې هم ګډون وكړو۔ فتح ورځې پرېډ كښې د آذربائیجان جنګی الوتكو فلائی پاسټ وكړو۔ د تركيه او آذربائیجان چورلكو ملي بېرغ سره فلائټ پاسټ وكړو۔ په پرېډ ګراؤنډ كښې د جے اېف 17 تھنډر الوتكو شور هم واوروېدلې شو٬ جے اېف 17 تھنډر الوتكو په زړه پورې فلائي پاسټ وكړو۔ دستورې ته خطاب كښې د آذربائیجان صدر الهام علیوف ټولو مېلمنو ته هركلي وئيلو سره په ګډون كولو د هغوي مننه وكړه۔ ده ووئيل په دستوره كښې صدر طيب اردوان او د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف هم موجود دے۔ ده ووئيل تركيه او پاكستان زمونږ بشپړه مرسته كړې او مونږ سره چې څنګه ولاړ پاتې شوي دي كله به هم هېرولې نه شي۔ده ووئيل د وزيراعظم په دستوره كښې په ګډون كولو راته زياته خوشحالي وشوه۔ دستورې ته خطاب كښې د ترك صدر رجب طیب اردوان ووئيل د آذربائیجان د فتح ورځې په 5 سالګره كښې په ګډون راته ډېره خوشحالي شوې ده۔ په دېموقعه د آذربائیجان حکومت او اولس له مباركي وركوم۔ ده ووئيل په دستوره كښې په ګډون كولو د ټولو هېوادونو د استازو او په خاص توګه د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف مننه كوم چا چې د آذربائیجان په خوشحالۍ كښې برخه واخسته۔ ده ووئيل د صدر الهام علیوف په مشرۍ كښې آذربائیجان په هر يو مېدان كښې كاميابۍ ترلاسه كړي دي۔ ده ووئيل د تركيه پاكستان او آذربائجان ترمينځه همكاري به وخت تېرېدو سره سره لا مضبوطه شي۔

مزید خبریں