د قاون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سينيټ كښې 27 م آئيني بدلون بل وړاندے كړو

اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د خالي په ورځ سينيټ كښې 27 م آئيني بدلون بل وړاندے كړو۔ د قانون وزير وئيلي چې مونږ غواړؤ چې د قومي اسمبلۍ او سېنېټ په غړو مشتمله شريكه كمېټۍ كښې په بل بشپړ بحث وكړے شي۔ سېنېټر اعظم نذير تارړ زياته كړه چې د كابينې لخوا منظورېدو څخه وروستو د 27 م آئيني بدلون …

اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د خالي په ورځ سينيټ كښې 27 م آئيني بدلون بل وړاندے كړو۔ د قانون وزير وئيلي چې مونږ غواړؤ چې د قومي اسمبلۍ او سېنېټ په غړو مشتمله شريكه كمېټۍ كښې په بل بشپړ بحث وكړے شي۔ سېنېټر اعظم نذير تارړ زياته كړه چې د كابينې لخوا منظورېدو څخه وروستو د 27 م آئيني بدلون بل جوائنټ كمېتۍ ته د لېږلو پرېكړه شوې ده۔ وفاقي وزير ووئيل اتحادي ګوندونو سره له بشپړ مشاورت وروستو د دې بل مسوده تياره كړې شوې ده۔ په چارټر آف ډېموکرېسی كښې هم د آئيني عدالت په جوړولو موافقت شوے ؤ او اوس دغې ته حتمي شكل وركولو له ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل د موجوزه بدلون له مخې د ججانو تبادلې سره اړوندې چارې جوډيشل كمېشن ته سپارلې شي دغسې چې سپېځلې ٬ بې پرې او فعاله نظام تشكيل كړے شي ځكه اوس دا ذمه واري عدالتي كمېشن ته وركولې شي۔ اعظم نذیر تارړ ووئيل د آرټيكل 243 لاندې پوځي تقررۍ سره اړوندو د ماضي له تجربو څخه مو ډېر څه زده كړې دي۔ په استراتيجيكي او دفاعي چارو د منطقې په هېوادونو كښې تل بحث كيږي۔ اوسني پاك هند تاؤ تريخوالي مونږ ته دا ښكاره سبق راكړے دے چې اوس د جنګ هېئت او حكمت عملي په بشپړه ډول بدله شوې ده۔ ده سپيناوې وكړو چې د دې بدلون دلارې د ځينو پوځي او اعزازي عهدو په آئين كښې په ښكاره توګه د شاملولو تجويز دے۔ په دې كښې فیلډ مارشل، ائیر چیف او د نیول چیف په څير اعزازي عهدې شاملې دي۔ اعظم نذیر تارړ ووئيل په آئين كښې كوم بدلون مستقله برخه جوړولو له په درې كښې دوه برخې اكثريت ته اړتيا وي او حكومت به د دې اصولو خيال ساتي۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير ووئيل بلوچستان او سندھ د كابينې حجم زياتولو تجويز وركړے دے۔ د دې صوبو د سفارش له مخې د كابينې حجم 11 فيصده څخه زياتولو سره ددې تر 13 فيصده رسولو خبره شوې ده۔ ده ووئيل د آرټیکل 243 په اړه هم تفصيلي خبره شوې ده۔ د ټاكنو اصلاحاتو په اړه وفاقي وزير ووئيل په سېنېټ كښې به ټاكنې په يو وخت كولې شي دغسې چې ابهام يا غېر يقيني صورتحال لرې كړې شي۔ ده ووئيل اېم کیو اېم) او بلوچستان عوامي پارتۍ په دې اړه دوه جلا جلا بلونه معارفي كړې دي۔ دغسې د اے اېن پی لخوا هم دوه وړاندېزونه راغلې دي۔ د قانون وزير ووئيل د اے اېن پي لارښود اېمل ولي خان تجويز وركړے چې د صوبې نامه دې پښتونخوا كېښودلې شي۔ په دې به بحث كښی غور كولے شي۔ اعظم نذير تارړ ووئيل مونږ غواړو چې د ټولو وړاندېزونو په غور جاج واغستے شي دغسې چې دا بدلون په متفقه توګه منظور كړے شي۔ ده ووئيل مونږ له به په دے بل سياست كول نه وي بلكې د آئيني استحكام جذبې سره مخ په وړاندې تلل وي۔

مزید خبریں