اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د نائب وزیراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان او اومان د مشتركه وزارتي كمېشن اتمې غونډې لپاره د پاكستان اېجنډې ته حتمي شكل وركړے شوے۔ د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې د دوه اړخيزه مرستې په ټولو مهمو څانګو كښې د پېشرفت جاج واخستلے شو۔ نائب وزيراعظم د تجارت، سرمايه کارۍ، توان، افرادي قوت برآمد او سمندري مرستې ته …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان او اومان د مشتركه وزارتي كمېشن غونډې اېجنډې ته حتمي شكل وركړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د نائب وزیراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان او اومان د مشتركه وزارتي كمېشن اتمې غونډې لپاره د پاكستان اېجنډې ته حتمي شكل وركړے شوے۔ د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې د دوه اړخيزه مرستې په ټولو مهمو څانګو كښې د پېشرفت جاج واخستلے شو۔ نائب وزيراعظم د تجارت، سرمايه کارۍ، توان، افرادي قوت برآمد او سمندري مرستې ته پام لرنې سره د پاك اومان اړيكو قوي كولو لپاره يو جامع او د نتيجې وړ په نقطه نظر زور راوړو٬ ده په مهمو څانګو كښې په اېم او يوز، تعليم، لاجسټکس او د قونصلر په چارو كښې مرستې زياتولو او د برآمدات پشمول د روزګار موقعو ته ودې وركولو لپاره د همكارۍ په اهميت زور راوړو۔ په غونډه كښې اېم طارق باجوه، د داخله او اقتصادي چارو سيکرټريز نه علاوه په امان كښې د پاکستان سفير، د خارجه چارو او د اړوند وزارتونو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔











