دوحه 07 نومبر (اے پي پي) نړيوالې نامتو ميډيا نيټ ورك الجزيره په نړيواله كچه د هند "ګودي ميډيا" منظم دروغ٬ سنسني خېز او كركه ايزه پروپيګنډا په نړيواله كچه رامخې ته كړې ده۔ د کشمير ميډيا سروس له مخئ د الجزيره په رپورټ كښې انکشاف شوے دے چې هند كښې د رياستي سرپرستۍ له مخې ميډيا هندوتوا نظريې ته ودهې وركولو او د ګاٶنډي هېوادونو په ضد كركه ايزه …
په نړيواله كچه د هند “ګودي ميډيا” دروغ او پروپيګنډا نړۍ ته ورمخې ته شوه ، د الجزيره سترګې غړونكے رپورټ

مزید خبریں
دوحه 07 نومبر (اے پي پي) نړيوالې نامتو ميډيا نيټ ورك الجزيره په نړيواله كچه د هند “ګودي ميډيا” منظم دروغ٬ سنسني خېز او كركه ايزه پروپيګنډا په نړيواله كچه رامخې ته كړې ده۔ د کشمير ميډيا سروس له مخئ د الجزيره په رپورټ كښې انکشاف شوے دے چې هند كښې د رياستي سرپرستۍ له مخې ميډيا هندوتوا نظريې ته ودهې وركولو او د ګاٶنډي هېوادونو په ضد كركه ايزه بيانيه خپرولو لپاره كاروي٬ د هند ګودي ميډيا د اولس لخوا د باور بحران سره مخ ده ځكه چې د هند ميډيا ادارې پرله پسې سياسي او کارپوريټ اتحاديان قبضه كوي٬ د هند خبريالې مينا کشي راوي وائي چې په هند كښې ميډيا اوس د آزاد صحافت ذريعه نا بلكې پروپيګنډا ټول ګرځېدلې ده، كومه چې د ګاٶنډيانو هېوادونو په ضد كركې او هندوتوا سياست ته ودې وركولو لپاره ده۔ خبريالې سميته شرما هم د هند په ټي وي چينلز سخت ټكونه كولو سره ووئېل په هند كښې ټي وي د صحافت په اعتبار سره سخت بحران سره مخ دے چرته چې زيات شوز او كم معلومات وړاندې كېږي۔ ھغې انکشاف وكړو چې هندي چينلز په ماضي كښې په لاهور او کراچۍ د قبضې جعلي ادعاګانه هم كړې ۔ د همال ساﺅتھ ايشين ايډيټر رومن ګوتھم له مخې د هند ميډيا مقصد اولس د حقيقت نه خبرول نه بلې سرکاري بيانيې ته وده وركول دي۔ الجزيره خپل رپورټ كښې زياته كړې چې هند كښې تنقيدي خبريالان د پوليس کارروايو، مقدمو او د ملازمتونو نه د محرومېدو په سبب غلې كولې شي٬ چې په سبب ئې په نړيوال پريس فريډم انډيکس كښې درجه بندي مسلسل مخ په لاندې روانه ده۔ د رپورټ له مخئ د هند ګودي ميډيا كومه چې په رياستي سرپرستۍ دروغ، پروپيګنډا او هندوتوا نظريه خپروي اوس ګرده نړۍ ته بې نقابه شوې ده











