اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير سید مصطفی کمال وئيلي دي په پاكستان كښې هر يو ماشوم ته 13 رنځونو څخه د ساتلو ويكسين لګولې كېږي ٬ 3 لکه 97 زره ماشومانو ته يو وېكسين هم نه دې لګېدلے او 4 لکه 63 زره ته په 13 كښې ځينې وېكسين لګېدلې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په فېډرل ډائېکورېټ آف امیونائزېشن كښې د 118موبائل وېنز وېکسی نېشن …
په پاكستان كښې هر يو كوچني ته د 13 رنځونو ويكسين لګولې كېږي٬ 3 لکه 97 زره ماشومانو ته يو ويكسين هم نه دے لګولے شوے : وفاقي وزير سيد مصطفی كمال

مزید خبریں
اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير سید مصطفی کمال وئيلي دي په پاكستان كښې هر يو ماشوم ته 13 رنځونو څخه د ساتلو ويكسين لګولې كېږي ٬ 3 لکه 97 زره ماشومانو ته يو وېكسين هم نه دې لګېدلے او 4 لکه 63 زره ته په 13 كښې ځينې وېكسين لګېدلې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په فېډرل ډائېکورېټ آف امیونائزېشن كښې د 118موبائل وېنز وېکسی نېشن كمپائن له مخې صوبو ته د لېږلو دستورې ته خطاب كښی وكړه۔ ده ووئيل په هېواد كښې 3 لكه 97 زره كوچنيانو ته وېكسين نه دي لګېدلې۔ د وېكسي نېشن كېدو په صورت هغوي د پاك پروردګار په امر له 13 رنځونو څخه بچ كيږي۔ 4 لکه 63 زره كوچنيانو ته ځينې رنځونو څخه د بچ كولو ستنې وهلې شوې دي۔ ده ووئيل ټولو كوچنيانو ته به 13 رنځونو څخه د بچ كېدو وېكسي نېشن كول وي۔ ده ووئيل 118ګاډي صوبو ته لېږلې شي۔ ده ووئيل مونږ له د روغتونونو جوړولو په ځاے خلق له رنځونو څخه به ساتل وي۔ وفاقي وزير ووئيل 24 کروړ خلق دي ٬ هر كال 65 لکه ماشومان پېدا كيږي۔ كه په هره كوڅه او كلي كښې روغتون جوړ كړے شي بيا هم د درملنو ضرورت ترسره كېدے نه شي۔ ده ووئيل په هېواد كښې 1 کروړ 30 لكه كسان د رنځونو دلاسه د بې وزلې كرښې څخه ښكته تلي دي۔ خلقو كورونه خرڅ كړې دي ٬ د كور سامان په خرڅولو مجبور شوي دي۔ د روغتيا وزير ووئيل وېکسین لپاره په 1166 نمبر ډائل كولو اړونده ډله كور ته بللې كېدې شي او حفاظتي ستنې لګېدې شي۔ ده ووئيل دا ګاډي ناكافي دي مونږ له به نور ګاډي هم صوبو له وركول وي۔ دغسې په دستوره كښې د پنجاب، خېبر پښتونخوا ، سندھ ٬ بلوچستان ٬ آزاد كشمير ٬ جي بي او اسلام آباد استازو ته د ګاډو كنجيانې وركړې شوې۔











