اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی) د پاكستان مخالف پراپېګنډا كښې د بوختې ګودي ميډيا اصل څېره بې نقابه شوې ده ۔ تفصيلات له مخې دهند په په فرېب ولاړو د خپرونو ادارو فرسټ پوسټ او نیوز18 د بې بنسټه ادعاګانو حقيقت ښكاره شوے دے۔ د پاكستان په عسكري مشرتابه اسرائيل څخه د پاك پوځ په غزه كښې په تعيناتۍ د ډالرو اغستو ادعا بې بنسټه ثابت شوه۔ د هند خپرونې ادارې …
د پاكستان مخالف پراپيګنډا كښې د مصروف ميډيا اصل څيره بې نقابه شوه: د اطلاعات او خپرونو وزارت

مزید خبریں
اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی) د پاكستان مخالف پراپېګنډا كښې د بوختې ګودي ميډيا اصل څېره بې نقابه شوې ده ۔ تفصيلات له مخې دهند په په فرېب ولاړو د خپرونو ادارو فرسټ پوسټ او نیوز18 د بې بنسټه ادعاګانو حقيقت ښكاره شوے دے۔ د پاكستان په عسكري مشرتابه اسرائيل څخه د پاك پوځ په غزه كښې په تعيناتۍ د ډالرو اغستو ادعا بې بنسټه ثابت شوه۔ د هند خپرونې ادارې فرسټ پوسټ بې بنسټه ادعا كړې چې د امريكا ملاتړ لرونكې غزه امن مشن كښې د پاكستان عسكري مشرتابه اسرائيل څخه د 10 زره ډالرو تقاضا كړې ده ۔ د نیوز18 بې بنسټه رپورټ كښې د پاكستان ٬ موساد او سي آئي اے ترمينځه د خفيه ملاقاتونه حواله هم وركړې شوې ده۔ د پاكستان د اطلاعات او خپرونو وزارت حقائق په ډاګه كولو سره وئيلي دي د پاکستان، اسرائیل یا امریکې لخوا د كوم ملاقات يا مالي خبرو اترو كوم ثبوت يا سركاري تصديق نشته۔ د پاكستان خارجه وزارت او د پاك پوځ آئي اېس پي آر د پوځ د تعيناتۍ او د امريكې خفيه ادارو سره د ملاقات كوم تصديق نه دے كړے۔ د پاکستان او پاک پوځ په ضد د منفي پروپېګنډې كمپائن د هند ميډيا عادت ګرځېدلے دے٬ هند د حقائقو مسخ كولو سره د پاكستان عسكري او سركاري تشخص ته د زيان رسولو سازش كوي۔ ګودي میډیا د ګمراه كونكې او بې بنسټه پروپېګنډې د لارې په منطقه كښې اړې ګړې رامخې ته كولو له د غندنې وړ هڅو كښې بوخت ده











