اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د توان او پټروليم وفاقي پارلماني سيكرټري ميا خان بګټي وئيلي دي د حكومتي پاليسۍ له مخې سوات كښې د آرايل اين جي نوې كنكشن وركړے كېدې شي، په سوئي ګېس د نوې كنكشن وركولو بنديز تر اوسه برقرار دے۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د امجد علي خان په سوات كښې د سوئي ګې د متبادل توان ذريعو …
سوات كښې د آرايل اين جي نوې كنكشن وركړے كېدې شي۔ د پارو ډويژن وفاقي پارلماني سېكرټري ميا خان بګټي

مزید خبریں
اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د توان او پټروليم وفاقي پارلماني سيكرټري ميا خان بګټي وئيلي دي د حكومتي پاليسۍ له مخې سوات كښې د آرايل اين جي نوې كنكشن وركړے كېدې شي، په سوئي ګېس د نوې كنكشن وركولو بنديز تر اوسه برقرار دے۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د امجد علي خان په سوات كښې د سوئي ګې د متبادل توان ذريعو د نشتوالي په نتيجه كښې د ځنګلونو وهلو او د نورو موسمياتي تباهۍ پلو د پام راګرځونې د نوټس په ځواب كښې پارلماني سېكرټري ميا خان بګټي ووئيل په سوات كښې د ګاز 721 كلوميټره اوږد پائن لائن موجود دے چې پكښې 47 زره كنكشنز لري٬ په نوې سكيم كښې په پنځو سيمو كښې كار بشپړ شوے او په نورو كار روان دے٬ هلته د امنيت پشمول نورې مسئلې شته ٬ هلته د آراېل اېن جي نوې كنكشن وركړے كېدے شي خو د سوئي ګيس نه ٬ ده ووئېل هلته د ګېس پېداوار د استعمال نه زيات دے٬ ګېس وركول د وګړو آئيني حق دے٬ د متبادل توان نشتوالي په سبب ځنګلونه په تندۍ سره وهلې كېږي ، دې لپاره دې يوه كمېټي جوړه كړې شي۔ مياں خان بګټي ووئيل په سوات كښې 400 اېم اېم اېف ګيس پېدا كېږي٬ د پرېشز مسئله هم نشته٬ د حكومت د پاليسۍ په سبب آر اېل اېن جي لپاره چې د كوم ځاے نه درخواست راځي په ھغې به عمل كولې شي٬ ده ووئېل د كوم ځاے نه چې وړومبے درخواست راځي ھغوي له به كنكشن وركولې شي۔











