اسلام آباد۔07 نومبر(اے پي پي) د وزیراعظم صلاحكار سینیټر رانا ثناء اللہ د اے ایف سي صدر او د فیفا نائب صدر، شیخ سلمان بن ابراهیم الخلیفه په درناوي كښې د ماسخوتن خاص مېلمستيا وركړه ۔ دستوره كښې وفاقی وزیر طارق فضل چودھري،د هاوسنګ وفاقي وزیر ریاض حسین پیرزادہ، وزیر مملکت هلال اظهر کیاني هم ګډون كولو ۔ دستور كښې وفاقي سیکرټري محمد محي الدین واني، ډي جي سپورټس او …
د سینیټر رانا ثناء اللہ د اړخه د ایشین فټ بال کنفیډریشن صدر شیخ سلمان بن ابراهیم الخلیفه په درناوي کښې د ماسخوتن مېلمستيا

مزید خبریں
اسلام آباد۔07 نومبر(اے پي پي) د وزیراعظم صلاحكار سینیټر رانا ثناء اللہ د اے ایف سي صدر او د فیفا نائب صدر، شیخ سلمان بن ابراهیم الخلیفه په درناوي كښې د ماسخوتن خاص مېلمستيا وركړه ۔ دستوره كښې وفاقی وزیر طارق فضل چودھري،د هاوسنګ وفاقي وزیر ریاض حسین پیرزادہ، وزیر مملکت هلال اظهر کیاني هم ګډون كولو ۔ دستور كښې وفاقي سیکرټري محمد محي الدین واني، ډي جي سپورټس او د پي ایف ایف فیډریشن صدر محسن ګیلاني د پي ایف ایل صدر فرحان جونیجو هم ګډون كولو ۔ رانا ثناءاللہ خان د قدر مند شیخ سلمان بن ابراهیم الخلیفه او د هغه د پلاوي له پاکستان ته په راتګ د زړه نه مباركي وركړه ۔ ده ووئېل د نن دا ورځ زمونږ د شرېكې دوستۍ ، احترام او د فټ بال ودې لپاره د شريكې جذبې آئینه دار ده ، لوبې د سرحدونو او كلتورونو نه بالا زړونه د يو بل سره پېوست كوي ۔ د فیفا سینئر نائب صدر دا دورہ پاکستان كښې د فټ بال روښانه سباون لپاره د امید يو نوې څيره ده ۔ ده ووئېل پاکستان او د بحرین اړېكې په اخوت، ایمان، كلتور او د شريك احترام په مضبوطو بنیادونو قائم دي ۔ده ووئېل پاک بحرین دوستي د سفارت کارۍ نه ډېره وړاندې ده ٬ دا تجارت، دفاع، تعلیم او اوس د لوبو په میدان كښې د نزدې مرستې په صورت ځلېږي ۔ په دې موقع شیخ سلمان بن ابراهیم ووئېل د پاکستان حكومت ، وزیرِاعظمِ او د سینیټر رانا ثناءاللہ د زړه نه مشکور يم چا چې ډېر په مينه زمونږ هر كلے وكړو ۔ پاکستان ته راتلل ما لپاره ډېره د خوشحالۍ او وياړ خبره ده ۔ د دې ځائے د اولس جوش و ولوله او فټ بال سره مينه په رښتيا د ستائنې ده ۔ هغه ووئېل زه هيله لرم چې دا دورہ به د پاکستان او اے ایف سي تر مينځه د اړيكو لا مضبوطولو سره د فت بال ودې له د يو نوي دور پېل وګرځي ۔











