اسلام آباد 07 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران سره دوه اړخيزه تجارت پشمول بيلو څانګو كښې د مرستې زياتولو خوښي څرګندولو سره وئېلي دي دواړه هېوادونه د نړيوال امن٬خوشحالۍ او سيمه ايزې مرستې باور او د اسلامي هېوادونو اتحاد لپاره شريك عزم لري۔وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ايران پارليمنټ سپيكر ډاكټر محمد باقر قاليباف پلاوي سره د جمعې په ورځ ملاقات كړے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ …
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ايران پارليمان سپيكر ډاكټر محمد باقر قاليباف سره د پلاوي ملاقات٬دواړو اسلامي هېوادونه په نړۍ كښې د امن او د اسلامي هېوادونو اتحاد لپاره عزم لري۔وزيراعظم

مزید خبریں
اسلام آباد 07 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران سره دوه اړخيزه تجارت پشمول بيلو څانګو كښې د مرستې زياتولو خوښي څرګندولو سره وئېلي دي دواړه هېوادونه د نړيوال امن٬خوشحالۍ او سيمه ايزې مرستې باور او د اسلامي هېوادونو اتحاد لپاره شريك عزم لري۔وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ايران پارليمنټ سپيكر ډاكټر محمد باقر قاليباف پلاوي سره د جمعې په ورځ ملاقات كړے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران سره د ورورولۍ شريكو اړيكو ذكر كولو سره د ايران پارليمنټ سپيكر او پلاوي هركلے وكړو۔وزيراعظم د مسئلو حل لپاره د خبرو اترو او سفارتكارۍ په شان امناكه طريقو له د دواړو هېوادونو د غېر متزلزل عزم پخلے وكړو۔وزيراعظم د ايران سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي او صدر مسعود پزشکیان لپاره د عزت او تكريم او خيرسګالۍ پېغامات وركړل۔وزيراعظم ووئيل دواړه هېوادونه د رياستي ترهه ګرۍ او خپلواكه هېوادونو په ضد بلا اشتعاله بريدونو غندنه كوي٬پاكستان او ايران د بده مرغه د ترهه ګرۍ ښكار دي٬دواړه هېوادونه د ټولې نړۍ لپاره امن او خوشحالۍ او د سيمه ايز مرستې علمبردار دي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان او ايران د اسلامي هېوادونو اتحاد لپاره شريك عزم لري۔وزيراعظم ووئېل پاكستان ايران سره د شريكې ګټې بيلو څانګو په خاص توګه معاشي مرستې او دوه اړخيزه تجارت زياتولو له خوښي لري۔دغسې د ايران د پارليمان سپيكر د وزيراعظم٬حكومت او پاكستان اولس د ايران اسرائيل جنګ كښې د مرستې او ملاتړ مننه وكړه۔هغه ووئيل اسرائيل سره په جنګ كښې د پاكستان د ملاتړ د ايران اولس ستائنه كوي ٬پاكستان او ايران د نړۍ په امن او اسلامي هېوادونو په اتحاد باور لري۔د ايران سپيكر د پاكستان پارليمان سره مثبت مرستې ستائېلو سره د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق خاص مننه وكړه۔هغه پاكستان سره بيلو څانګو پشمول معيشت او تجارت كښې د مرستې لا زياتولو لپاره د ايران عزم څرګند كړو ۔د ايران سپيكر د ايران صدر مسعود پزشكيان لخوا د وزيراعظم او پاكستان اولس لپاره د خېرسګالۍ جزبه هم څرګنده كړه۔هغه په پاكستان كښې د دورې په مهال په مېلمستيا هم مننه وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سيد طارق فاطمي هم په دې موقع موجود وو۔











