ويتنام ٬ د كالماګي طوفان د لاسه 5 كسان مړه 6 ټپيان شول

هنوئی 07 نومبر(اے پی پی) د وېتنام په منځنۍ برخه كښې د كالماګي طوفان له امله 5 كسان مړه او 6 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د ځايي چاراوكو په ابتدائي رپورټ كښې وئيلې شوي دا پېښې په ډاک لک او جیالائی ولايتونو كښې رامخې ته شوې۔ د طوفان د لاسه 52 كورونه ويجاړ شوي او 2,593 ته جزوي زيان رسېدلے دے۔ ځايي انتظاميه د طوفان دلاسه د …

هنوئی 07 نومبر(اے پی پی) د وېتنام په منځنۍ برخه كښې د كالماګي طوفان له امله 5 كسان مړه او 6 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د ځايي چاراوكو په ابتدائي رپورټ كښې وئيلې شوي دا پېښې په ډاک لک او جیالائی ولايتونو كښې رامخې ته شوې۔ د طوفان د لاسه 52 كورونه ويجاړ شوي او 2,593 ته جزوي زيان رسېدلے دے۔ ځايي انتظاميه د طوفان دلاسه د شوي زيان اندازه لګولو او د مرستې كارروائيو كښې بوخت ده۔ د وېتنام د كركيلې او ماحوليات وزارت له مخې طوفان د جمعې په سهر په ټراپیکل ډپرېشن (کمزوري طوفان) بدل شو او وروستو په سوئيلي لاؤس سيمه كښې ختم شو