اسلام آباد07 نومبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف به د جمهوریه آذربائیجان صدر الهام علیوف په بلنه په باكو كښې د ”وکټری ډے“ 5 مې سالګرې په موقعه كېدونكو دستورو كښې ګډون لپاره د آذربائیجان سرکاری دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د ”وکټری ډے“ سركاري دستورو كښې ګډون كوي او صدر الهام علیوف …
وزیراعظم شهباز شریف به د ”وکټری ډے“دستورو كښې ګډون لپاره د آذربائیجان دوره كوي: خارجه دفتر

مزید خبریں
اسلام آباد07 نومبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف به د جمهوریه آذربائیجان صدر الهام علیوف په بلنه په باكو كښې د ”وکټری ډے“ 5 مې سالګرې په موقعه كېدونكو دستورو كښې ګډون لپاره د آذربائیجان سرکاری دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د ”وکټری ډے“ سركاري دستورو كښې ګډون كوي او صدر الهام علیوف سره به ملاقات كوي۔ د ملاقات په مهال خبرو اترو كښې به د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو جاج اغستلے شي دغسې چې تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ دفاع ٬ تعليم او د سيمو ايزو رابطو په شمول په نورو مهمو څانګو كښې همكاري زياتولو له نوې لارې په ګوته كړې شي او ورته پام وګرځولے شي۔ پاكستان او آذر بائیجان يو بل سره د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې لري كومې چې په ګډه عقيده ٬ تاريخ ٬ كلتور او دوه اړخيزه باور تړلې دي۔ دواړه هېوادونه په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو د يو بل بشپړ ملاتړ كوي۔ د بيان له مخې وزيراعظم به د دورې په مهال د آذربائیجان خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت لپاره د پاكستان د ملاتړ او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ستراتيجيكي همكارۍ لا زياتولو عزم پخلے كوي











