ابوظهبي كښې د انټرنېشنل سكيورټي الائنس وزارتي غونډه

ابوظهبي 06 نومبر (اے پی پی)د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم او داخله وزير ليفټيننټ جنرل شيخ سيف بن زايد النهيان په مشرۍ كښې د انټرنېشنل سكيورټي الائنس 6مه وزاتي غونډه ابوظهبي ايميرټس پيلس كښې وشوه۔وام له مخې غونډه كښې د اتحاد غړو هېوادونو داخله وزيرانو ګډون كولو۔د غونډې پرانستې سيشن ته خطاب كښې شيخ سيف بن زايد د ټولو وزيرانو متحده عرب امارات "د دوي دويم كور"ګرځولو سره هركلے …

ابوظهبي 06 نومبر (اے پی پی)د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم او داخله وزير ليفټيننټ جنرل شيخ سيف بن زايد النهيان په مشرۍ كښې د انټرنېشنل سكيورټي الائنس 6مه وزاتي غونډه ابوظهبي ايميرټس پيلس كښې وشوه۔وام له مخې غونډه كښې د اتحاد غړو هېوادونو داخله وزيرانو ګډون كولو۔د غونډې پرانستې سيشن ته خطاب كښې شيخ سيف بن زايد د ټولو وزيرانو متحده عرب امارات “د دوي دويم كور”ګرځولو سره هركلے وكړو ۔ده ووئيل صدر شيخ محمد بن زايد النهيان په مشرۍ كښې امارات د روادارۍ٬ قامي قدر او د شريك سباؤن د تفاهم لپاره د امن نړيوال پېغام جوړ كړے۔په خپل خطاب كښې ده په دې خبره زور راوړو چې د نړيوالې سلامتيا د سباؤن په انفرادي هڅو نه بلكې په اجتماعي مرسته او باور مخصر دے۔ده ووئيل د پائيدار پرمختګ بنياد د امن او استحكام دے او د دې لپاره نړيواله همكاري او هم غږي ضروري ده۔شيخ سيف بن زايد اعلان وكړو چې فيډريټو ريپبلك آف برازيل په انټرنېشنل سكيورټي الائنس كښې شموليت اختيار كړے دے۔ده ووئيل د برازيل شموليت د اتحاد په نړيوال اثر كښې يو مهم سنګ ميل دے چې د د اتحاد نړيوال كردار او مؤثريت ته به لا تقويت وركړي۔ د دې له مخې دا پېشرفت د دې خبرې ثبوت دے چې د نړۍ انټرنېشنل سكيورټي الائنس وژن يعني بشري سلامتيا٬امن او د شريكې نړيوالې مرستې وده تسليموي۔