سری نګر۔6 نومبر(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي نن د زيارت ورځ "د جموں شهيدانو ورځ" په توګه د دې عزم پخلي سره لمانځي چې د هغوي ستړې به تر هغه وخت دوام لري تر څو چې غېر قانوني د هند تسلط ختم شوے نه وي او د خپلواكۍ حق ترلاسه شوے نه وي۔ د كشمير ميډيا سروس له …
د كشمير اولس نن د جمو شهيدانو ورځ لمانځي ٬ د غير قانوني هندي تسلط تر ختمېدو او د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدو پورې د هلو ځلو روانه ساتلو عزم

مزید خبریں
سری نګر۔6 نومبر(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي نن د زيارت ورځ “د جموں شهيدانو ورځ” په توګه د دې عزم پخلي سره لمانځي چې د هغوي ستړې به تر هغه وخت دوام لري تر څو چې غېر قانوني د هند تسلط ختم شوے نه وي او د خپلواكۍ حق ترلاسه شوے نه وي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د مهاراجه هري سنګ ځواكونو ٬ هندي پوځ او هندوتوا قوتونو د نومبر كال 1947 په اولنۍ اوونۍ كښې د جموں په بېلو سيمو كښې د لكھونو په شمېر كشميري وګړي هغه مهال شهيدان كړل كله چې هغوي د پاكستان په لوري هجرت كولو۔ شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له آزاد جمو وكشمير ٬ پاكستان او بهر هېوادونو كښې بېلې دستورې روانې دي۔ د جمو او نورو شهيدانو لوړو درجو لپاره به په جوماتونو او كميونټي سېنټرز كښې قرآن خواني او د هند تسلط څخه آزادۍ له د خصوصي دعاګانو اهتمام شوے۔ په سري نګر او نوروسيمو كښی د آزادي پسندو بېلو تنظيمونو لخوا پوسټرې لګوې شوي په كومو چې د جمو شهيدانو ته په زړه پورې دعقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې شوي دي











