اسلام آباد۔6نومبر (اے پي پي) د امریکې صدر ِډونلد ټرمپ يو ځل بيا په معرکه حق كښې د 7 په ځائے د 8 الوتكو د غورځېدو انکشاف کړے دے ۔ تفصیلات تر مخه معرکه حق كښې ماتې خوړونكے هند يو ځل بيا په نړيواله كچه د رسوائۍ سره مخ شوے دے ، آپریشن سندور كښې د پاکستان د لاسه عبرتناکه ماتې د مودي لپاره د يرې خوب ګرځېدلے دے ۔په …
په معرکه حق كښې ماتې خوړونكے هند يو ځل بيا په نړيواله كچه رسوائۍ سره مخ شو، د صدر ټرمپ لخوا يو ځل بيا د 7 په ځائے د 8 الوتكو غورځولو انکشاف

مزید خبریں
اسلام آباد۔6نومبر (اے پي پي) د امریکې صدر ِډونلد ټرمپ يو ځل بيا په معرکه حق كښې د 7 په ځائے د 8 الوتكو د غورځېدو انکشاف کړے دے ۔ تفصیلات تر مخه معرکه حق كښې ماتې خوړونكے هند يو ځل بيا په نړيواله كچه د رسوائۍ سره مخ شوے دے ، آپریشن سندور كښې د پاکستان د لاسه عبرتناکه ماتې د مودي لپاره د يرې خوب ګرځېدلے دے ۔په میامي امریکا كښې د امریکن بزنس فورم ته خطاب كښې د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ ووئېل د پاک هند جنګ په مهال په بنیادي توګه 8 الوتكې غورځولې شوې وې ، 7 الوتكې تباه شوې او اتمې ته ډېر زيان رسېدلے ؤ۔ د امریکې صدر ټرمپ د پاک هند جنګ بندۍ كښې د پرېكنده کردار ادا کولو ادعٰا هم كړې ده ۔ د امریکې صدر ټرمپ څو ځل د پاکستان د سیاسي او عسکری قیادت ستائينه كړې ده ۔ د پاکستان کامیابې حکومتي سفارتکارۍ او عسکری ډپلومیسۍ د پاکستان نړيوال شناخت مستحکم کړے دے ۔











