د ايران په جوهري پروګرام خبرې اترې ځنډېدل د ڼړيوالۍ ورورولۍ په ګټه نه دي٬ د چين خارجه وزير

بيجنګ 6 نومبر (اے پي پي) چين د ايران په جوهري پروګرام د خبرو بيا پېل كولو غوښتنه كړې ده۔ د العربيه تر مخه د چين خارجه وزير وانګ ژي خپل ايراني هم منصب عباس عراقچي سره په ټېلې فون خبرو كښې هيله څرګنده كړې چې د ايران جوهري پروګرام په لړ كښې به اړوند قريق شرېكې رابطې بحالولو سره د سره بيا خبرې پېل كړي۔ د چين خارجه وزير …

بيجنګ 6 نومبر (اے پي پي) چين د ايران په جوهري پروګرام د خبرو بيا پېل كولو غوښتنه كړې ده۔ د العربيه تر مخه د چين خارجه وزير وانګ ژي خپل ايراني هم منصب عباس عراقچي سره په ټېلې فون خبرو كښې هيله څرګنده كړې چې د ايران جوهري پروګرام په لړ كښې به اړوند قريق شرېكې رابطې بحالولو سره د سره بيا خبرې پېل كړي۔ د چين خارجه وزير ووئېل د ايران د جوهري پروګرام روانه شخړه هوارولو لپاره سياسي عمل دا وخت د ځنډ سره مخ دے كوم چې د ڼريوالې وروروولۍ په ګټه نه دے۔ د چين خارجه وزير د ايران د جوهري توان تر لاسه كولو او د امناك مقاصد لپاره د كارولو موقف هم تائيد وكړو ۔ هغه ووِئېل ايران د امناك مقاصد لپاره د توان كارولو حق لري۔