سرائیوو۔5نومبر (اے پي پي) په شمال مشرقي بوسنیا کښې په يو نرسنګ هوم كښې د شورو په شپه لكېدلي اور څخه 10 كسان مړه او 20 ژوبل شول ۔ د اے ایف پي تر مخه د پولیس وياند ووئېل د اور لګېدو پیښه تزله ښار كښې په يو نرسنګ هوم كښې رامخې ته شوه ، د ابتدائي معلومات تر مخه د تزله ریټائرمنټ هوم 10 استوګن په دې اور كښې …
د بوسنیا په نرسنګ هوم كښې د اور لګېدنه ، 10 كسان مړه شول

مزید خبریں
سرائیوو۔5نومبر (اے پي پي) په شمال مشرقي بوسنیا کښې په يو نرسنګ هوم كښې د شورو په شپه لكېدلي اور څخه 10 كسان مړه او 20 ژوبل شول ۔ د اے ایف پي تر مخه د پولیس وياند ووئېل د اور لګېدو پیښه تزله ښار كښې په يو نرسنګ هوم كښې رامخې ته شوه ، د ابتدائي معلومات تر مخه د تزله ریټائرمنټ هوم 10 استوګن په دې اور كښې مړه شوي دي ۔ وياند ووئېل 20 كسان چې پكښې فائر فائټرز، پولیس اهلکار، طبي عمله ، ملازمین او د نرسنګ هوم استوګن شامل دي ورته په تزله یونیورسټي کلینیکل سینټر كښې طبي مرسته وركړې شوه ۔ يوې مېرمن چې د روزہ کئیش اوسېدونكې ده قامي نشریاتي ادارې بي ایچ آر ټي ته ووئېل زه اوده ووم چې ما د څه ماتېدو غږ واورېدو ، ما چې د کھړکۍ نه بهر وكتل نو د بره نه د څه سوځېدونكې څيزونه راپرېوتل، زه زر هال وے ته وتښتېدم ، بره منزلونو كښې په كټونو خلق پراته وو ۔ په مقامي میډیا جاري مناظر كښې د ودانۍ بره منزل باندې د اور لمبې ختلې ۔











