د خاص مرستيال هارون اختر خان د پاکستان انډسټریل ډیویلپمنټ کارپوریشن دورہ

اسلام آباد۔4نومبر (اے پي پي) د وزیراعظم د صنعت و پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د نهې په ورځ د پاکستان انډسټریل ډیویلپمنټټ کارپوریشن (پي آئي ډي سي) دورہ وكړه ۔ په دې مهال چیف ایګزیکټو آفیسر پي آئي ډي سي د ادارې کارکردګۍ، روانو منصوبو او د سباون په تګلاره تفصیلي بریفنګ وركړو ۔ غونډې كښې د کراچي انډسټریل پارک د ماسټر پلان، بن قاسم انډسټریل پارک، لینډ …

اسلام آباد۔4نومبر (اے پي پي) د وزیراعظم د صنعت و پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د نهې په ورځ د پاکستان انډسټریل ډیویلپمنټټ کارپوریشن (پي آئي ډي سي) دورہ وكړه ۔ په دې مهال چیف ایګزیکټو آفیسر پي آئي ډي سي د ادارې کارکردګۍ، روانو منصوبو او د سباون په تګلاره تفصیلي بریفنګ وركړو ۔ غونډې كښې د کراچي انډسټریل پارک د ماسټر پلان، بن قاسم انډسټریل پارک، لینډ لیز پالیسي او د کسټم بونډ ویئرهاؤس په جوړولو چارو تفصیلي خبرې وشوې ۔هارون اختر خان په دې مهال ووئېل پي آئي ډي سي د هېواد په صنعتي ډھانچه كښې د ملا د تير حیثیت لري ، كومه چې صنعتي پرمختګ، د روزګار موقعو او د برآمدات وده كښې ښكاره کردار ادا كوي ۔ ده ووئېل د وزیراعظم شهباز شریف وژن د يو مضبوط صنعتي بنیاد جوړول او مقامي و غیر ملکي سرمایه کارۍ ته وده وركول دي ۔ د کراچۍ انډسټریل پارک جوړېدو سره به د هېواد برآمدات كښې ښه زياتوالے راشي او د سرمایه کارۍ ېه نوې لارې پرانستلې شي ۔ هارون اختر خان ووئېل د نوې انډسټریل پالیسۍ تر مخه مقامي صنعتونو ته به زیاتې اسانۍ وركولې شي٬ دغسې چې د پاکستان صنعتي څانګه د جدید تقاضو سره سمه شي ۔مرستيال ووئېل د پي آئي ډي سي تر مخه روانو منصوبو كښې سپېځلتيا ، کارکردګي او رفتار كښې ښه والے راوستلو ته حکومت پام لرنه كوي

مزید خبریں