اسلام آباد۔4نومبر (اے پي پي) د طالبانو تر سېوري لاندې افغانستان د ترهه ګر تنظیمونو لپاره محفوظ پناہ ګاہ ګرځېدلے دے ، د افغان طالبانو تر سېوري لاندې فتنہ الخوارج او نور ترهه ګر تنظیمونه په منظم ډول فعاله دي ۔تفصیلات تر مخه د دوحه امن لوظ نامې مطابق افغان طالبانو د خپلې خاورې د ترهه ګرۍ او د پولې پورې لاس وهنې لپاره د نه كاروېدو باور وركړے ؤ …
د دوحه امن لوظ نامې روح پامال دے، افغانستان د ترهه ګرو مسكن هغسې دے ، د افغان طالبانو تر سېوري لاندې فتنہ الخوارج او نور ترهه ګر تنظیمونه په منظم ډول فعاله دي

مزید خبریں
اسلام آباد۔4نومبر (اے پي پي) د طالبانو تر سېوري لاندې افغانستان د ترهه ګر تنظیمونو لپاره محفوظ پناہ ګاہ ګرځېدلے دے ، د افغان طالبانو تر سېوري لاندې فتنہ الخوارج او نور ترهه ګر تنظیمونه په منظم ډول فعاله دي ۔تفصیلات تر مخه د دوحه امن لوظ نامې مطابق افغان طالبانو د خپلې خاورې د ترهه ګرۍ او د پولې پورې لاس وهنې لپاره د نه كاروېدو باور وركړے ؤ خو د لوظ نامې په خلاف ورزۍ كولو افغانستان كښې شته ترهه ګر محفوظ خپل پټن ځايونه د پاکستان خلاف مسلسل كاروي ۔ د ملګرو ملتونو مانیټرنګ ډلې راپور تر مخه افغانستان كښې د ترهه ګرو تنظیمونو هلې ځلې تر خطرناک حد زياتې شوي دي ، د طالب حکومت او القاعدہ اړېكې نه يوازې برقرار دي بلکې د وړاندې نه زياتې فعاله دي ، د ایمن الظواهري په کابل كښې وژلے كېدو نه ثابت شوې چې القاعدہ اوس هم افغانستان كښې شته ۔راپور تر مخه دغې کیمپونو څخه ترهه ګر زابل، وردګ، قندھار، پکتیا او د هلمند د لارو بلوچستان ته داخلېږي ، د فتنه الخوارج قیادت ته په افغان خاوره مکمل پناہ، وسائل او مالي معاونت تر لاسه دے ، طالبان حکومت هره مياشت د فتنہ الخوارج مشر نور ولي محسود ته 50 زره 500 ډالر وركوي ۔راپور كښې وئېلې شوي دي د خارجي نور ولی محسود په قبضه كښې د امریکی پوځ پاتي جدید وسله هم شته ، د جعفر ایکسپریس چارودنه او د ژوب کنټونمنټ بريدونو كښې هم د افغانستان خلاف تردید نه لرونكې شواهد موجود دي ۔ د پاکستان انسټي ټیوټ فار پیس سټډیز شمېرو تر مخه هېواد كښې د ترهه ګړۍ پیښې تر تشویشناک حد زياتې شوي دي ، وخت راغلے دے چې نړيوال طاقتیونه د دوحه لوظ نامې فریم ورک تر مخه په افغان طالبان سخت بندېزونه ولګوي









