جنوئي ۔ 4 نومبر (اے پي پي) د ويتنام په مينځنو سيمو كښې د طوفاني بارانونو او سېلاب د لاسه د مرګونو شمېره 40 ته رسېدلې ده او 6 كسان لا بې دركه دي ٬ دغسې 76 كسان ژوبل هم دي۔ د شهنوا تر مخه د ويتنام ډيزاسسټر اېنډ منېجمنټ اتهارټي د نهې په ورځ ووئېل نزدې 80 زره كورونه د اوبو لاندې شوي ٬ 140 كورونه تباه شوي او …
ويتنام كښې د سېلاب د لاسه د مرګونو شمېره 40 ته ورسېده

مزید خبریں
جنوئي ۔ 4 نومبر (اے پي پي) د ويتنام په مينځنو سيمو كښې د طوفاني بارانونو او سېلاب د لاسه د مرګونو شمېره 40 ته رسېدلې ده او 6 كسان لا بې دركه دي ٬ دغسې 76 كسان ژوبل هم دي۔ د شهنوا تر مخه د ويتنام ډيزاسسټر اېنډ منېجمنټ اتهارټي د نهې په ورځ ووئېل نزدې 80 زره كورونه د اوبو لاندې شوي ٬ 140 كورونه تباه شوي او 453 ته زيان رسېدلے دے۔ د سېلاب د لاسه 10 زره 800 هيكټر باندې ولاړ فصولونه له مينځه تللي او د 68 زره 500 نه زيات ډنګر مړه شوي دي۔ بلخوا د بجلۍ وركړه هم معطل ده او دغسې 1 لاكه 63 زره 200 كورونه د بجلۍ ځڼډ سره مخ دي۔











