پېنډۍ 03 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا كښې په دوو بېلو كاروائيو كښې د هند پراکسي "فتنه الخوارج" سره تعلق لرونكي درې خوارج وژلي دي ۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې سکيورټي فورسز د شمالي وزيرستان په ايشام سيمه كښې پاکستان-افغان پوله ايزې لارې څخه د دراندازي هڅه كوٶنكو خوارجو د يوې ډلې د نقل و حركت په وخت درك …
د امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا كښې كاروائۍ٬ درې خوارجي ترهګر ووژل شول

مزید خبریں
پېنډۍ 03 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا كښې په دوو بېلو كاروائيو كښې د هند پراکسي “فتنه الخوارج” سره تعلق لرونكي درې خوارج وژلي دي ۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې سکيورټي فورسز د شمالي وزيرستان په ايشام سيمه كښې پاکستان-افغان پوله ايزې لارې څخه د دراندازي هڅه كوٶنكو خوارجو د يوې ډلې د نقل و حركت په وخت درك ولګولو او په موثره توګه يې ډله په نښه كړه ٬ د كاروائۍ په نتيجه كښې د هند پراکسي “فتنه الخوارج” سره تعلق لرونكي دوه خوارج ووژل شول۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې وژلې شوي خوراج كښئ د يو شناخت د افغان “خارجي قاسم” په نامه شوے كوم چې په افغان بارډر پوليس كښې وظيفه ترسره كوله۔ بله كاروائي ټانك ضلع كښې شوې چرته چې په اسختباراتي د كاروائۍ په مهال امنيتي ځواكونو د هند پراکسي “فتنه الخوارج” سره تعلق لرونكے يو بل خارجي وژلے چې شناخت ئې د “خارجي اکرام الدين عرف ابو دجانه” په توګه شوے كوم چې يو افغان وګړے ٶ۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده دا پېښې دا خبره په ګوته كوي چې افغان وګړي پاكستان كښې د بې ګناه وګړو او امنيتي ځواكونو په ضد د ترهګرۍ په يو شمېر هلو ځلو كښې ملوث دي٬ پاکستان څو ځله د افعانستان عبوري حكومت څخه مطالبه كړې ده چې ھغوي د خپل اړخ څخه د پولې موثره نګراني باوري كړې٬ خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي او افغان خاوره د خوارجو استعمال او خپل وګړي په پاكستان كښې په ترهه ګرۍ كښې د شموليت نه لرې اوساتي۔ د پاکستان امنيتي ځواكونه د هېواد د پولو د دفاع عزم لري او ثابت قدم دي٬ په سيمه كښې د هند پراکسي “فتنه الخوارج” خاتمې لپاره سينيټائزيشن كاروائۍ روانې دي او امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كوٶنكې ادارې به د وفاقي ايپکس کميټۍ لخوا د منظور كړي قامي اېكشن پلان له مخې د جاري وژن “عزمِ استحکام” له مخې د ترهګرۍ مخنيوي خپل كمپائن په قوت سره روان ساتي دغسې چې د غېر ملكي ملاتړ لرونكو ترهګرو فتنې هېواد څخه خاتمه وكړې شي









