اسلام آباد03 نومبر(اے پی پی)د بشري حقونو وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره د هولي سي سفير آرچ بشپ جرمینو پینیموټے ملاقات كړے دے ٬د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك هم په دې موقع موجود و۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬خاص توګه پاكستان كښې د مذهبي اقليتونو حقونو او خېرښېګړی په حكومتي اقدامات د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ګل په ورځ د بشري حقونو وزارت لخوا …
د قانون و انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د آرچ بشپ جرمینو پینیموټے ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد03 نومبر(اے پی پی)د بشري حقونو وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره د هولي سي سفير آرچ بشپ جرمینو پینیموټے ملاقات كړے دے ٬د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك هم په دې موقع موجود و۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬خاص توګه پاكستان كښې د مذهبي اقليتونو حقونو او خېرښېګړی په حكومتي اقدامات د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ګل په ورځ د بشري حقونو وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير د خبرو په مهال د مسيحي ورورولۍ قامي پرمختګ كښې خذمات٬په خاص توګه تعليم٬صحت او سماجي څانګو كښې د كردار ذكر وكړ ۔ ده ووئېل مسيحي مشنري د تعليمي او طبي ادارو د ډېرې مودې څخه د پاكستان ټولنې خذمت كړے۔په ملاقات كښې د حكومت لخوا د اقليتي ورورولۍ تحفظ٬شموليت او د سهولت وركولو د اقدامات جاج واغست چې پكښې د عبادت ځايونو امنيت او بحالۍ٬برابرۍ او د بنيادي حقونو تحفظ لپاره د نظام مضبوطيا٬تعليمي وظيفې٬ د هنرمندۍ موقعې او مرسته وركول شامل دي۔ آرچ بشپ جرمینو پینیموټے دا اقدامات وستائېل او مذهبي هم آهنګۍ او د سماجي اتفاق ودې لپاره يې روانې مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په ملاقات كښې په دې خبره اتفاق راغلو چې د ټولو وګړو يو برابر حقونو٬مذهبي آزادي او موقعو وركولو لپاره به پېشرفت روان ساتلے شي









