اسلام آباد03 نومبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال به د 5 نه تر 9 د برتانيې پنځه ورځنۍ دوره كوي۔د پلاننګ كمېشن وياند له مخې دا دوره د برتانيې نوموړو پوهنتونونو٬علمي ادارو او د پاكستان نژاد تنظيمونو په بلنه كوي۔د دې دورې مقصد د وژن"اړان پاكستان"عملي نفاذ پړاؤ مخ په وړاندې بوتلل دي چې پكښې د شراكتدارۍ وړ عمل٬علمي مرستې او بشري وسائلو پرمختګ …
وفاقي وزير احسن اقبال به د 5 نه تر 9 نومبر د برتانيې پنځه ورځنۍ دوره كوي

مزید خبریں
اسلام آباد03 نومبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال به د 5 نه تر 9 د برتانيې پنځه ورځنۍ دوره كوي۔د پلاننګ كمېشن وياند له مخې دا دوره د برتانيې نوموړو پوهنتونونو٬علمي ادارو او د پاكستان نژاد تنظيمونو په بلنه كوي۔د دې دورې مقصد د وژن”اړان پاكستان”عملي نفاذ پړاؤ مخ په وړاندې بوتلل دي چې پكښې د شراكتدارۍ وړ عمل٬علمي مرستې او بشري وسائلو پرمختګ پلو پام لرنه كولې شي۔د دې د لارې به نړيوالو ادارو٬كاروباري ورورولۍ٬پوهانو٬ اولسي تنظيمونو او پاكستان كميونټۍ سره د شراكتدارۍ د لارې اختراع٬اصلاحات٬تحقيق او پرمختګ ته وده وركولې شي۔د دورې مقصد د دوو مفاهمتي يادښتونو٬(ايم او يوز)لاس ليك كول هم دي۔وړومبے مفاهمتي يادښت به د كيمبرج پوهنتون او قائداعظم پوهنتون اسلام آباد ترمينځه كيږي كوم به چې راتلونكو پنځو كلونو لپاره د تحقيقي تبادلې٬اداره جاتي مرستې او شريك اختراعي منصوبو لارې پرانځي۔يو بل مفاهمتي يادښت به د تعليم٬تحقيق او ټېكنالوجۍ كښې همكاري لا قوي كولو لپاره وي كوم چې د “اړان پاكستان”له مخې د عملدرآمد روډ ميپ يو مهم جز دے۔د دورې په مهال به د منصوبه بندۍ وزير د بيلو اولسي ادارو سره سول سروس اصلاحات په اړه د معلومات تبادلې په غونډو كښې هم ګډون كوي









