د توان څانګه په جديد بنيادونو اودروو ٬ په تېرو 18 مياشتو كښې د بجلۍ بيعه كښې تر 10.5 فيصد كمے راغلے۔ وفاقي وزير سردار اويس لغاري

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئيلي دي د توان څانګه په جديد بنيادونو سموٶ٬ د توان په څانګه كښې د تكنيكي مسئلو حل سره د اربونو روپۍ بچت شوے٬ په تېرو 18 مياشتو كښې د بجلۍ په بيعه كښې تر 10.5 فيصد كمے راغلے، كوم ځاے چې موقع ترلاسه شوې اولس ته د ريليف وركولو هر ممكن هڅه شوې، …

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئيلي دي د توان څانګه په جديد بنيادونو سموٶ٬ د توان په څانګه كښې د تكنيكي مسئلو حل سره د اربونو روپۍ بچت شوے٬ په تېرو 18 مياشتو كښې د بجلۍ په بيعه كښې تر 10.5 فيصد كمے راغلے، كوم ځاے چې موقع ترلاسه شوې اولس ته د ريليف وركولو هر ممكن هڅه شوې، اوس به حكومت بجلي نه اخلي٬ په يو كال كښې مو په ګرځېنده قرض كښې 700 اربه روپۍ كمے راوستے، په آټوميټك ميټرنګ كښې به صارفين ته د پري پيډ سهولت ميسر ترلاسه وي۔ د ګل په ورځ د خزانې وزير سېنېټر اورنګزيب،د اېف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال او د آئي ټي وزيرې شزا فاطمه خواجه سره خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د انرژۍ وفاقي وزير ووئيل د ګرانۍ برېښنا ډېر وجوهات وٶ٬ په موجوده پاور جنرېشن كښې ټول ايډيشن په تېرو كلونو كښې اېس ډي په ډالرز كښې وٶ٬ د روپۍ بيعه د 100 نه تر 285 رسېدلې، انټرسټ ريټس زياتېدو سره په کنزيومرز بار زيات شوے او زمونږ په کپيسټي پيمنټس شيئر كښې نزدې اته روپۍ د يونټ په سره زياتوالے راغلے ۔ ده ووئيل وزيراعظم امر كړے چې صارفين له دې د برېښنا په بيعه كښې كمے وكړے شي٬ په تېرو 18 مياشتو كښې د بجلۍ په بيعه كښې تر 10.5 فيصد كمے راغلے، انډسټرۍ لپاره د يونټ په سر په 16 روپۍ كمے راغلے ۔ ده ووئيل په آټوميټك ميټرنګ كښې به صارفين ته د پري پيډ سهولت ميسر ترلاسه وي٬ وفاقي وزير ووئيل پي پي اېم سي يو ټيکنيکل ارم ډکليئر كړو ٬ د پي پي اېم سي د ادارې په سبب تر اوسه مونږ څو سوه اربه روپۍ بچت كړي، د اېن ټي ډي سي نه د اېن جي سي يو جلا كمپني جوړه شوې ده او ټولې منصوبې بې په ټاكلې وخت كښې باوري كولې شي

مزید خبریں