مونږ د بيانيې جنګ كوو ٬ زمونږ بيانيه د يو مكمل ځواب وركولو به صورت ده٬ زمونږ هدف په هيواد كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ ته وده وركول دي: د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ تارړ سيمينار ته خطاب

اسلام آباد۔3نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړوئيلي دي مونږ د بيانيې جنګ كوو ٬ زمونږ بيانيه د يو مكمل ځواب وركولو د صورت ده٬ يو اړخ ته د د دروغو بيانه رامخې ته كړې شوه او بل اړخ ته ښكاره حقائق د نړۍ سترګې وغړولې ٬ د وزيراعظم د سعودي عربستان په دوره كښې د معاشي سټرېټجك فرېم ورك اجراﺀ يو مهم پېشرفت دے٬ زمونږ …

اسلام آباد۔3نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړوئيلي دي مونږ د بيانيې جنګ كوو ٬ زمونږ بيانيه د يو مكمل ځواب وركولو د صورت ده٬ يو اړخ ته د د دروغو بيانه رامخې ته كړې شوه او بل اړخ ته ښكاره حقائق د نړۍ سترګې وغړولې ٬ د وزيراعظم د سعودي عربستان په دوره كښې د معاشي سټرېټجك فرېم ورك اجراﺀ يو مهم پېشرفت دے٬ زمونږ هدف په هيواد كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ ته وده وركول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ دلته په ځايي هوټل كښې د انسټیټیوټ آف ریجنل سټډیز تر سېوري لاندې ” د پاکستان سفارتی کامیابۍ“ په سرخط سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاكستان سفارتي كاميابۍ نړۍ تسليموي۔ ده ووئيل پاكستان لپاره په سفارتي محاذ د كاركوؤنكو خذمات به تل ياد ساتلې شي۔ وفاقي وزير ووئيل نړۍ دا تسليموي چې د پاكستان فارن سروس تر ټولو غوره دے۔ ده ووئيل د فارن سروس افسرانو تل د پاكستان نامه په نړيواله كچه روښانه كړې ده۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد بلها قربانۍ وركړې دي ٬ د ترهګرۍ د لاسه تر ټولو زيات زيان پاكستان پورته كړے دے۔ ده ووئيل د روان كال مئي مياشت كښی په پاكستان د ترهګرۍ د دروغو تور ولګولے شو۔ ده ووئيل د پهلګار پېښې څخه سمدستي وروستو تور په پاكستان ولګولے شو ٬ حال دا دے چې پاكستان پخپله د ترهګرۍ ښكار دے۔ ده ووئيل وزيراعظم هند ته د پهلګام پېښې د آزادو او سپېځلو پلټنو وئېلي وو۔ د اطلاعات وزير ووئيل دښمن په مونږ جنګ مسلط كړے ٬ د كوم چې مونږ د فيلډ مارشل په مشرۍ كښې بشپړ ځواب وركړو ۔ زمونږ ځواكونو څلور چنده لويې قوت ته ماتې وركړه۔ ده ووئيل په معركه حق كښې زمونږ د فضائيه كردار به په زرينو ټكو ليكلے شي۔ ده ووئيل پاكستان كوسټ ګارډ هند لپاره جاسوسي كونكے مانړګے نيولے كوم چې د هند ايجنسيو لپاره د كار كولو ټول تفصيل نړۍ ته وړاندې كړو۔ ده ووئيل د هند ميډيا چې څه وخت د دروغو پروپېګنډا كوله نو په پاكستان كښې ذمه وار رپورټ د نړۍ پام خپل پلو روګرځولو۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د بيانيې جنګ كوو ٬ زمونږ بيانيه د يو بشپړ ځوابوركولو د صورت ده٬ يو اړخ ته د د دروغو بيانه رامخې ته كړې شوه او بل اړخ ته ښكاره حقائف د نړۍ سترګې وغړولې۔ ده ووئيل هند تر دې دمه د پاكستان په ضد سازشونو كښې بوخت دے۔ عطاء تارړ ووئيل په معركه حق كښی كاميابۍ څخه وروستو د پاكستان سر په وياړ هسك شوے ۔ د وزیراعظم د سعودي عربستان دورې په اړه د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم دورې په مهال د معاشی سټرېټجک فرېم ورك اجراﺀ مهم پېشرفت دے٬ اوس زمونږ هدف بهرنۍ سرمايه كارۍ ته وده وركول دي۔ ده ووئيل سول او عسكري مشرتابه په يو پېج دي او له دې كبله پاكستان په هر يو مېدان كښې كاميابۍ ترلاسه كوي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل د مينځنۍ اسيا ریاستونو سره مضبوطې اړيكې او تجارت لپاره د پاكستان بندر ځايونو كارولو ته مونږ لومړۍ پام لرنه كوو۔ ده ووئيل مونږ له به په معاشي مېدان كښې نوو بامونو ته رسېدل او دوست هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي تړون لا پياوړې كول وي۔

مزید خبریں