وېتنام كښې د سختو بارانونو او سېلاب له امله 37 كسان مړه شول

هنوئي ۔ 3 نومبر (اے پي پي) د وېتنام په مينځنيو سيمو كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله د مرګومو شمېره 37 ته ورسېده ٬ 5 كسان بې دركه دي او 78 كسان ژوبل شوي هم دي۔ د شنهوا تر مخه دا شمېره د وېتنام ډيزاسټر اېنډ ډائيك منيجمنټ اتهارټي لخوا جاري بيان كښې ښودلې شوې ده۔ د اتهارټي تر مخه 12000 او 600 نه زيات كورونه د …

هنوئي ۔ 3 نومبر (اے پي پي) د وېتنام په مينځنيو سيمو كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله د مرګومو شمېره 37 ته ورسېده ٬ 5 كسان بې دركه دي او 78 كسان ژوبل شوي هم دي۔ د شنهوا تر مخه دا شمېره د وېتنام ډيزاسټر اېنډ ډائيك منيجمنټ اتهارټي لخوا جاري بيان كښې ښودلې شوې ده۔ د اتهارټي تر مخه 12000 او 600 نه زيات كورونه د اوبو لاندې شوي او 103 كورونه په بشپړ توګه تباه شوي دي٬ دغسې 451 ته زيان رسېدلے دے ۔ د سېلاب د لاسه نزدې 7 زره 900 هېكټر زمكه باندې ولاړ فصلونه د اوبو لاندې شوي او 64 زره څاروي او پولټري مړه شوي دي او د اوبه خور نظام او د درياب غاړو ته هم سخت زيان رسېدلے دے۔